کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٥): ولسمشر اشرف غني وايي چې راستنېدونکو کډوالو ته ټولې اسانتياوې برابروي او هر راستنېدونکى کډوال به د شرعي جايداد خاوند شي.
له ارګه د وږي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو له مشرانو او استازو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، د کتنې پر مهال د ولسمشر ځانګړي استازي او په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وویل، افغان کډوال د اوږو بار نه، بلکې ولسي پانګه ده او دوی هوډ کړی چې د کډوالۍ، پردېسۍ او جلا وطنۍ له ستونزمن ژوند څخه په هېواد کې با عزته او ډاډمن ژوند ته راستانه شي.
هغه زياته کړه ، له پاکستانه هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې کډوال هېواد ته راستنېږي او د دوی راتګ د هېواد د امنیت، اقتصاد او ثبات په ښه والي مثبت اغېز لري.
زاخېلوال د ملګرو ملتونو کډوالو نړیوالې ادارې او د کډوالو نړیوال سازمان مننه وکړه چې تل یې د کډوالو د حقونو ملاتړ کړی او مخکښ رول یې لوبولی دی.
د کډوالو په استازيتوب انجنیر الهام عمر هوتکي د کډوالو راستنېدل د هېواد د ابادۍ لپاره لوی فرصت وباله.
هغه زیاته کړه، د راستنېدونکو کډوالو ته د ارام او هوسا ژوند په موخه د کورونو جوړولو ګټور موډل ترتیب شوی دی.
هوتکي وویل، په پاکستان کې افغان سفارت دې د راستنېدونکو لپاره د همغږۍ مرکز جوړ کړي، تر څو د هغوی د راستنېدنې چارې او خدمات په ښه توګه ترتیب او تنظیم کړي.
هغه زیاته کړه، حکومت د ولسمشر په لارښوونه راستنېدونکو کډوالو ته د کورونو ځمکې، د څښاک اوبو، زده کړې، روغتیا او نورو اسانتیاو برابرولو پوره تیاری لري.
په پېښور کې د مېشت افغان کډوالو د ټرانسپورټ اتحادیې په استازیتوب بریالي میاخېل وویل، افغان کډوال سرپناه نه لري.
د کډوالو چارو وزارت پالیسي پېچلې ده، ځیني افغان کډوال چې په وړو جرمونو په پاکستان کې بندیان دي هغوی دې ازاد شي.
د هغه په وينا، د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله ادارې دې خپلې مرستې زیاتې کړي او راستنېدونکي دې په عزت سره مېشت شي، تر څو د نورو د هڅونې او راستنېدنې لامل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن