کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان د ولسمشر اسلام کريموف د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته روان شو.
د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف تېره ورځ د مغزي وينې بهېدنې له امله د ٧٨ کلونو په عمر د تاشکند په يوه روغتون کې ومړ.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلام کريموف د جنازې لمونځ به نن د سيمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو د مشرانو او چارواکو په ګډون ترسره شي او وروسته په خپله پلرنۍ سيمه سمرقند ښار کې خاورو ته سپارل کېږي.
سرچينه وايي چې ولسمشر غني به د جنازې په مراسمو کې پر ګډون سربېره د افغان حکومت او خلکو په استازولۍ د ازبکستان خلکو او حکومتي چارواکو ته د خواخوږۍ مراسم وړاندې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن