ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې ډېری سړکونه او پولګټي خراب او له منځه وړل شوي

په هلمند کې ډېری سړکونه او پولګټي خراب او له منځه وړل شوي

author avatar
3 Sep 2016 - 14:23
په هلمند کې ډېری سړکونه او پولګټي خراب او له منځه وړل شوي
author avatar
3 Sep 2016 - 14:23

لښکرګاه (پژواک، ١٣ وږى ۹۵): په هلمند ولايت کې د وروستيو پرله پسې جګړو له امله ٧٢ پولګوټي له منځه وړل شوي او  د ډېرو سړکونو قير هم خراب شوى چې له امله يې خلکو ته تګ راتګ ستونزمن شوى دى.

له تېرې يوې مياشتې راهيسې په هلمند کې جګړو زور اخيستى دى چې له امله يو شمېر ښوونځي او روغتونونه تړل شوي او د دغه ولايت ګڼ اوسېدونکي کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د هلمند د فوايد عامې رييس اهل الله عبيدي د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو او چاودنو له امله د ډېرو سړکونو قير خراب شوى او پولګوټي يې هم لوېدلي دي.

د عبيدي د معلوماتو له مخې، ٢٣ پولګوټي د هلمند- کندهار پر لويه لار او ٢٨ پولګوټي د باباجي- ګرشک پر لويه لار تخريب شوي دي.

دغه راز هغه وويل چې ٢٨ پولګوټي د هلمند- هرات پر لويه لار او اووه پولګوټي د مارجې- لښکرګاه پر لويه لار پر بمونو الوځول شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په ټوليزه توګه زموږ ٧٢ پولګوټي او ګڼ شمېر سړکونه د جګړو او بمونو له امله له منځه تللي دي.))

دى وايي چې د لښکرګاه- نادعلي، لښکرګاه- ناوې او سنګين- کجکي پر لويو لارو هم پولګوټي او سړکونه له منځه تللي دي خو د نا امنيو له امله يې کره ارقام په واک کې نه لري.

ده وويل چې د يادو سړکونو او پولګوټو جوړول ميليونونه افغانيو او پوره وخت ته اړتيا لري.

ده زياته کړه: ((موږ اوس يواځې په ايمرجنسي ډول د کندهار- هلمند د لويې لارې د پولګوټو او سړکونو د جوړونې چارې پيل کړې دي.))

د هغه په وينا، د امنيت تر ټينګښت وروسته به د زيانمن شوو نورو سړکونو او پولګوټو کار هم پيل کړي.

دغه راز عبيدي وايي چې د نا امنيو له امله د چاه انجير- ګرشک د لويې لارې د جوړونې چارې هم په  ټپه ولاړې دي خو د ګرشک- موسى کلا پر سړک کار روان دى.

په دې اړه په لښکرګاه کې قومي مشر عبيدالله زيارمل هم وويل چې د وروستيو جګړو له امله هلمند ته په بېلابېلو برخو کې زيانونه اوښتي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.