کندوز (پژواک ١٣ وږى ٩٥): د ملي دفاع وزارت په کندوز کې د "تندر ١٥" عملياتو دويم پړاو له پيلولو خبر ورکړى او وايي، کندوز ښار به ډېر د سولې او ثبات په ښار بدل شي.
د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز مرستيال جنرال مرادعلي مراد چې کندوز ولايت ته تللى، وايي چې دغه عمليات نن د کندوز په ټولو ناامنو سيمو کې پيل شول.
نوموړي د هېواد امنيتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، څو وسله وال مخالفين له منځه يوسي او د هغوى تر کنټرول لاندې ټولې سيمې پاکې کړي.
د هېواد ياد لوړپوړي امنيتي چارواکي زياته کړه: "خلک دې ډاډمن وي، چې کندوز ښار به ډېر ژر د سولې او ثبات ښار اعلانوو او د کندوز اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې د اختر ورځې په خوشحالۍ او ښې تېرې کړي."
بلخوا هغه اووه کسان چې څه موده وړاندې يې د کندوز-تخار لارې په اوږدو کې يو شمېر مسافر تښتولي وو؛ پرون شپه د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
د يادولو ده چې له دې وړاندې د کندوز ولايتي شورا او اوسېدونکو په ياد ولايت کې له ناامنيو اندېښنه څرګنده کړې او د پراخو عملياتو د ترسره کولو غوښتنه يې کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن