ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د اکسېجن د تولید له اړخه پر ځان بسيا دی

افغانستان د اکسېجن د تولید له اړخه پر ځان بسيا دی

author avatar
4 Sep 2016 - 12:17
افغانستان د اکسېجن د تولید له اړخه پر ځان بسيا دی
author avatar
4 Sep 2016 - 12:17

کابل ښار (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): د کابل په يوه روغتون کې د اکسېجن د نشتوالي له امله د یوه ناروغ مړینه داسې یوه انګېزه پیدا کړې وه چې د اکسېجن له اړخه د هېواد د پر ځان بسياینې لامل شوه.

تر ١٣٨٢ لمريز کال پورې په هېواد کې د اکسېجن د توليد هېڅ فابريکه نه وه او د اکسېجن ټولې اړتياوې له پاکستان، ايران او نورو هېوادونو پوره کېدې.

اکسېجن د انسان لپاره  يوه حياتي ماده ده چې پرې کېدل يې د مرګ لامل ګرځي، له دغه عنصر نه د بېړنيو ناروغيو پر مهال کار اخيستل کېږي.

د (ميهن دوست) په نوم د اکسېجن د توليد د خصوصي شرکت مشر حاجي حکمت الله حيدري د اکسېجن ارزښت ته په اشارې سره وويل چې ١٣ کاله وړاندې د هېواد په روغتيايي مرکزونو کې د اکسېجن کمښت يوه جدي ستونزه وه چې د ناروغانو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى و.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "١٣ کاله وړاندې مې اوښى د کابل وزير محمد اکبرخان روغتون کې بستر و، اکسېجن ته يې سخته اړتيا درلوده، په روغتون کې مو اکسېجن نه پيدا کېده، لاړو چې له بهره يې راوړو، پيسې راسره وې، خو اکسېجن نه پيدا کېده، کله مو چې ترلاسه کړ، څو ساعته تېر شوي وو، ناروغ مو مړ شوى و.))

هغه وويل چې له هماغې ورځې ورسره د دې فکر پيدا شو چې په هېواد کې د اکسېجن د توليد فابريکه جوړه کړي، بالاخره يې په ١٣٨٣ کال کې په کابل کې د اکسېجن د توليد فابريکه جوړه کړه.

نوموړي په دې اړه ډېرې خبرې ونه کړې، خو د ((ميهن دوست)) په نوم د اکسېجن د توليد د کورني خصوصي شرکت اداري مدير عبدالهادي وويل چې دغه شرکت درې کاله وروسته په هرات ولايت کې د اکسېجن د توليد فابريکه جوړه کړه چې په ننګرهار او بلخ ولايتونو کې هم څانګې لري.

هغه وويل چې اوسمهال يې شرکت هره ورځ څه باندې ٤٠٠ ډبې اکسيجن توليدوي چې له ٢٠ تر ٤٥ لېترو اکسيجن وړتيا لري، وروسته يې پر دولتي او نا دولتي روغتونونو وېشي.

نوموړي څرګنده کړه چې د هېواد دولتي روغتيايي مرکزونو د اکسيجن ٧٠ سلنه اړتيا د همدغه شرکت له توليداتو پوره کېږي.

هغه زياته کړه چې د هېواد اکسېجن ٣٠ سلنه پاتې اړتيا د ورته نورو شرکتونو له لوري پوره کېږي.

د عامې روغتيا وزارت وياند او د نړيوالو اړيکو مشر ډاکټر وحيد مجروح هم خوښي څرګنده کړه  او ویې ويل چې افغانستان له تېر شاوخوا يوه نيم کال راهيسې د اکسېجن د توليد له اړخه پر ځان بسيا شوى دى.

هغه زياته کړه چې په هېواد کې د اکسېجن کيفيت غوره او بيه يې مناسبه ده چې د خصوصي سکتور له لوري تولېدېږي او د اکسېجين د بهرنيو وارداتو بشپړ مخنيوى يې کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.