ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اومنې ولسوالۍ سقوط وکړ

اومنې ولسوالۍ سقوط وکړ

author avatar
4 Sep 2016 - 09:08
اومنې ولسوالۍ سقوط وکړ
author avatar
4 Sep 2016 - 09:08

ښرنه (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): وسله والو طالبانو تر پنځه ورځنۍ جګړې وروسته د پکتيکا د اومنې ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

د اومنې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو له پنځو ورځو راهيسې د اومنې ولسوالۍ کلابنده کړې وه.

هغه وايي: ((د اردو ځواکونه او قطعۀ خاص د دې ولسوالۍ د ناوې تر سيمې راغلل خو نور مخکې نه شول تللى، بيا يې نورو ځواکونو ته امر وکړ چې هغوی تاکتيکي شا تګ وکړي.))

ده وويل چې نور ځواکونو تاکتيکي شا تګ وکړ او اوس مهال ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره ده.

سرچينه زياتوي: ((طالبانو په لارو کې ماينونه ايښي وو، نو عسکر په فرعې لارو له ولسوالۍ وتلي دي، رينجر موټرې او نور وسايل هم طالبانو ته پاتې دي.))

د ولايتي شورا د تېرو ټاکنو نوماند او د اومنې ولسوالۍ اوسېدونکي باور خان هم پژواک ته وويل چې دغه ولسوالۍ ټوله طالبانو نيولې ده.

ده وويل: ((عسکر ټول وتلي دي، اوسمهال هر څه د طالبانو په لاس کې دي.))

د هغه په وينا، دلته څو ورځې پرله پسې جګړه وه او تېره شپه د دې ولسوالۍ په سقوط سره جګړه پای ته ورسېده.

خو د پکتیکا د ولایتي شورا غړي نعمت الله ببري بيا پژواک ته وویل چې په اومنه ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.

هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ اړیکې له مرکز سره پرې شوې دي او دوی نه دي خبر چې ولسوالۍ سقوط کړی او که له دولتي ځواکونو سره ده.

خو د پکتيکا د والي مطبوعاتي مسوول نبي الله پيرخيل پژواک ته وويل چې طالبانو يواځې د اومنې ولسوالۍ يوه پوسته نيولې ده.

دى وايي چې مرستندوی ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي او ډېر ژر به دغه پوسته هم بېرته له طالبانو ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.