ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل- کندهار پر لویه لار ترافيکي پېښه کې ٦٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل- کندهار پر لویه لار ترافيکي پېښه کې ٦٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Sep 2016 - 08:29
د کابل- کندهار پر لویه لار ترافيکي پېښه کې ٦٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Sep 2016 - 08:29

کلات (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): د کابل- کندهار پر لويه لاره په ترافيکي پېښه کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې  د دغه ولايت د شهر صفا ولسوالۍ د جلدک په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د ٣٠٣ موټر  او ټېلر تر منځ ټکر شوى چې له امله يې دواړه موټرو اور اخيستى دى.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ٣٤ کسان مړه او ٢١ نور ټپیان شوي چې ١٦ ټپیان د کلات او پنځه نور د کندهار ملکي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

خو د زابل والي بسم الله افغانمل وايي چې په دې پېښه کې ٣٦ کسان مړه شوي او ٢٨ نور ژوبل دي.

فراهي وويل چې ٣٠٣ موټر د ميوند بس شرکت اړوند او له کندهاره کابل ته پر لاره و چې د لارې د خرابوالي او د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله د پېښې ښکار شوى دى.

د امنيت امر وايي چې د دې پېښې ٩٠ سلنه قربانيان سوځېدلي او  د هويت تثبيت يې ګران دى، خو کېداى شي چې په کې ښځې او ماشومان هم وي.

ده زياته کړه چې د ډېرو ټپيانو وضعيت خراب دى او کېداى شي د يادې پېښې د تلفاتو شمېر زيات شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.