ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د یوه ازاد خبریال پلار وژل شوی

هلمند کې د یوه ازاد خبریال پلار وژل شوی

author avatar
4 Sep 2016 - 14:42
هلمند کې د یوه ازاد خبریال پلار وژل شوی
author avatar
4 Sep 2016 - 14:42

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ وږی ۹۵): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د بمي چاودنې له امله د يو ازاد خبريال پلار وژل شوى دى.

په هلمند ولايت کې ازاد خبريال نجيب الله ساحل د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه یې پلار حاجي غوث الدين د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

هغه وايي چې دغه چاودنه د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير په سيمه کې رامنځته شوې ده.

ده وويل: ((چاه انجير د طالبانو او امنيتي ځواکونو د جګړې په ډګر بدله شوې ده، څوک په کې ژوند نه شي کولاى خو پلار مې د باغونو او ځمکو د ساتنې لپاره هلته پاتې شوى و.))

هغه وويل چې د پلار جسد يې وسله والو طالبانو د سيمې خلکو ته سپارلى او خلکو بيا سهار دوى ته وسپاره.

دغه راز يوه بل خبريال او د وژل شوي کس خپلوان مجتبى محمدي پژواک ته وويل چې حاجي غوث الدين ډېر صابر او حليم انسان و.

هغه زياته کړه: ((حاجي صاحب له خپلې سيمې سره ډېره مينه درلوده او نه يې غوښتل چې په دغسې حالاتو کې هم خپله سيمه پرېږدي، نو بالاخره يې خپل ژوند هم په خپله سيمه کې له لاسه ورکړ.))

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم د ياد کس وژل کېدل تاييد کړل.

هغه وويل: ((د چاه انجير په ټولو کورونو کې طالبانو ماينونه ځاى پر ځاى کړي دغه کس هم له کور څخه باغ ته روان و چې په دروازه کې د ماين قرباني شوى دى.))

نجیب الله  ساحل له تېرو اتو کلونو راهيسې له بېلابېلو رسنيو سره دندې ترسره کړې خو دا مهال د عالم ميډيا په نوم له يوه پروډکشن سره کار کوي.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې د چاه انجير په جګړه کې په هلمند کې د ازادې راډيو د خبريال محمد الياس داعي کور هم سوځول شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.