پل علم (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): د لوګر په مرکز او ازرې ولسوالۍ کې د ٣٢ ميليونه افغانيو په لګښت د څلورو پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژو کې د يوه کانال او په درېيو سيمو کې د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
ده زياته کړه، کانال د مرکز پل علم په کلنګار او استنادي دېوالونه د ازرې ولسوالۍ په سالو خېلو، مالياتو او کڅخېلو سيمو کې جوړېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، کانال لس کيلومتره دى چې په جوړېدو سره به یې لس زره جريبه ځمکه خړوبه شي او درې واړه استنادي دېوالونه ١،٥ کيلومتره اوږدوالى لري.
صالح وويل، د دې پروژو کار د يوه کال په موده کې بشپړېږي او ٣٢ ميليونه افغانۍ پرې لګول کېږي.
د نوموړي په خبره، د دې پروژو مالي لګښت د ملي پيوستون له لوري ورکول کېږي او چارې يې د سيمه ييزو شوراګانو له خوا پر مخ وړل کېږي.
د کلنګار د سيمه ييزې شورا غړي شاه ولي خان پژواک ته وويل، د ياد کانال په جوړېدو سره به د ځمکو په خړوبولو کې د ډېرو خلکو ستونزې هوارې شي.
دى وايي: ((موږ د اوبو لپاره تر اوسه کانال نه درلود، ډېرو ځمکو ته اوبه نه رسېدې او ټول حاصلات يې وچېدل، خو اوس به نور دغه ستونزه نه وي.))
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي ډاکټر عبدالولي وکيل پژواک ته وويل، دا عام المنفعه پروژې دي چې خلکو ته د کار زمينه هم په کې برابرېږي.
هغه زياتوي: ((په دغو سيمو کې استنادي دېوالونه نه وو، خلک د بارانونو او سېلابونو په وخت کې له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ وو، ځمکې او کورونه به يې سېلابونو وړل، خو اوس به له دې مشکل نه نور خلاص شي.))
د يادوړنې وړ ده چې ازره د لوګر له ناامنو ولسواليو څخه ده، چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن