ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار- هلمند لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

د کندهار- هلمند لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

author avatar
5 Sep 2016 - 15:23
د کندهار- هلمند لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه
author avatar
5 Sep 2016 - 15:23

لښګرګاه (پژواک، ۱۵ وږی ۹۵): چارواکي وايي چې تر يوې مياشتې وروسته د هلمند- کندهار لويه لار بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

د ۲۱۵ میوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال تورن شکیل احمد تسل د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  تېره  شپه د کومانډو ځواکونو تر څنګ ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د هلمند- کندهار د لويې لارې د خلاصېدو لپاره عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د يادو عملياتو پر مهال دغه لار بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوې ده.

تسل وويل چې د همدغو عملياتو پر مهال يو شمېر وسله وال مخالفين وژل شوي خو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه وويل چې ياده لاره له ماينونو پاکه شوې ده خو تر اوسه يواځې پوځي کسان پرې تېر شوي دي.

د هغه په وينا چې د فوايد عامې رياست ته يې خبر ورکړی تر څو په دې لاره کې وران شوي پولګوټي بېرته جوړ کړي.

د هلمند د فوايد عامي رياست چارواکو پرون پژواک ته ويلي چې د يادې لارې د پولګوټو د جوړولو لپاره پوره چمتووالى لري.

د هلمند والي حيات الله حيات هم پژواک ته وويل چې د هلمند- کندهار لويه لار بېرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوې ده.

خو هغه زیاته کړه: ((طالبانو د دې لارې په اوږدو کې په ډېرو ځايونو کې ماينونه ايښي وو، قير او پولګوټي يې پر بمونو الوځولي دي.))

حيات دا هم وويل چې د يادې لارې او نورو سيمو د امنيت د ټينګښت په موخه به پراخ عمليات ترسره کړي.

دغه راز يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې د هلمند- کندهار د لويې لارې د خلاصولو پر مهال د و سله والو طالبانو تر څنګ امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وويل چې دغه لاره تر اوسه په بشپړه توګه د خلکو پر مخ نه ده خلاصه شوې، يواځې پوځي کسان پرې تګ راتګ کولاى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.