ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دفاع وزارت سره څېرمه د شوي ځانمرګي برید د وژل شوو شمېر ۴۱ ته ورسېد

له دفاع وزارت سره څېرمه د شوي ځانمرګي برید د وژل شوو شمېر ۴۱ ته ورسېد

author avatar
6 Sep 2016 - 14:21
له دفاع وزارت سره څېرمه د شوي ځانمرګي برید د وژل شوو شمېر ۴۱ ته ورسېد
author avatar
6 Sep 2016 - 14:21

کابل (پژواک، ۱٦ وږى ٩٥): د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره ورځ په کابل کې دغه وزارت ته  څېرمه په شوي بريد کې ۴۱ تنه وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپيان دي.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت وياند ډاکټر وحيد مجروح پژواک خبري اژانس ته وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي وو چې په دې پېښه کې ۳۵ تنه وژل شوي او تر سلو ډېر په کې ټپيان شوي دي.

سرچينې ويلي وو چې په دې پېښه ډېری وژل شوي او ټپيان ملکي او بې دفاع وګړي دي.

سرچينه ليکي چې په وژل شوو او ټپيانو کې پنځه تنه د ملي دفاع وزارت منسوبين دي.

خو ځينې سرچينې وايي چې د دغه بريد په وژل شوو کې چې ډېر يې پوځيان دي، د ملي دفاع وزارت د حمايې لوا مرستيال، د پوليسو د دويمې امنيتي حوزې امر  او د دې حوزې يو مرستيال هم شامل دي.

د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستى او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې د ملي دفاع وزارت ګڼ منسوبين وژل شوي او ټپيان دي.

دغه بريد د دوو تنو بريدکوونکو له خوا تر سره شو او هغه دواړه هم ووژل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.