پل علم (پژواک، ١٦ وږى ٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان پر ډزو وژلى دى.
د لوګر د محمداغې ولسوال نصيراحمد امين د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېر ماښام د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان خان اغا لشکري وژلى دى.
هغه وويل: ((لشکري په شيخک سيمه کې په موټرسايکل روان وو چې طالبانو پرې ډزې کړې دي او ځاى پر ځاى وژل شوى دى.))
د هغه د معلوماتو له مخې، خان اغا لشکري له يو کال راهيسې د محمد اغې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان و.
ولسوال وايي چې د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د شيخک سيمې اوسېدونکي محمدکاظم پژواک ته وويل: ((دوه کسه په موټر سايکل روان وو چې له باغ نه پرې ډزې وشوې، يو کس ځاى پر ځاى ووژل شو، بيا موږ وروسته خبر شوو چې دا قوماندان لشکري وو.))
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د خان اغا لشکري ورور شاه اغا لشکري چې د همدې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان و، د کابل د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن