اسعداباد (پژواک، ١٦ وږى ٩٥): د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي نن د دې ودانۍ په پرانيست غونډه کې وويل، د تخنيکي لېسې ودانۍ د پوهنې وزارت له خوا د ١٠،١ ميليون افغانيو په لګښت د يوه کال په موده کې جوړه شوې ده.
ده زياته کړه، دا ودانۍ دوولس خونې او نور اړوند امکانات او اسانتياوې لري.
د هغه په وينا، دغه تخنيکي لېسه چې سل زده کوونکي لري، په ١٣٨٩ کال کې تاسيس شوې، خو ودانۍ يې نه درلوده او تر دې وړاندې د دې لېسې چارې په کرايي او يا غير معياري دولتي ځايونو کې پر مخ وړل کېدې.
د کونړ د پوهنې رييس سيد جمال الدين حسني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کونړ کې له ٥١٢ ښوونځيو څخه ٣١٢ يې تر اوسه پورې ودانۍ نه لري.
د ده په خبره، په دغو ښوونځيو کې ١٨٢زره زده کوونکي چې اتيا زره يې نجونې دي، زده کړې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن