ګردېز (پژواک، ١٦ وږى ٩٥): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوه تفريحي پارک د جوړېدو چارې پيل شوې بلخوا د يوه جومات او یوې مدرسې د جوړولو چارې پای ته رسېدلې دي.
د اړوندې موضوع په اړه پرون جوړې شوې غونډه ته د پکتيا والي نصرت الله ارسلا وويل چې دغه پارک د ګردېز په نوي ښار کې په لس جريبه ځمکه کې جوړېږي.
نوموړي وويل چې د پارک مالي لګښت څه کم ۲۲ ميليونه افغانۍ کېږي او د جوړېډو چارې به يې په يوه کال کې بشپړې شي.
ارسلا وايي چې په دغه پارک کې به د تفريح لپاره ۷ بېلابېل ځايونه موجود وي او د جوړلو چارې به یې خپله څاري.
له بلې خوا د ګردېز ښار په ختيځه برخه کې يو جومات او يوه مدرسه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغه جومات او مدرسه چې ۳۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې شوی، د يوه سوداګر حاجي محمد ګردېزي په شخصي مالي لګښت جوړ شوي دي.
ياد سوداګر په دې اړه وويل چې په دې مدرسه کې تر سلو پورې زده کوونکي زده کړې کولای شي او همدا ډول د ليليې امکانات هم ورته برابر شوي دي.
نوموړي وويل، په جامع جومات کې تر شپږ شوه پورې لمونځ کوونکي ځايېدلی شي او همدا ډول په دغه علمي مرکز کې لويه کتابخانه هم شتون لري.
حاجي محمد ګردېزي پر نورو سوداګرو غږ وکړ چې په خپلو سيمو کې دغه ډول تعلمي مرکزونه جوړ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن