ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تازه څېړنه: د سون توکو په وارداتو کې پراخ فساد شوى

تازه څېړنه: د سون توکو په وارداتو کې پراخ فساد شوى

author avatar
7 Sep 2016 - 19:45
تازه څېړنه: د سون توکو په وارداتو کې پراخ فساد شوى
author avatar
7 Sep 2016 - 19:45

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٥): له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څار کمېټې يوه تازه څېړنه څرګندوي چې تېر کال د نفتي توکو د محصول لسګونه ميليونه ډالر نه دي را ټول شوي او ان تر دې چې اړونده اداره څلور ميليارده افغانۍ پوروړې هم ده.

دغه کمېټه په خپل يوه راپور کې چې کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، د نفتي توکو او اوبلن ګاز په برخه کې د پانګه والو د ملاتړ پاليسي نشتوالى، قوانينو او مقرراتو ته نه  پاملرنې سره د  وزيرانو شورا له لوري د مصوباتو صدور "سخت د اندېښنې وړ" بولي.

کمېټې ويلي چې  د نفتي توکو او اوبلن ګاز د وارداتو په برخه کې د هېواد نافذه قوانين نه پلي کېږي او د نفتي توکو پر چاڼ ځايونو کې لسګونه ميليونه ډالر شوې پانګه له رکود سره مخ ده او د خپلو تاسيساتو سلګونه کارکوونکي يې له لاسه ورکړي دي.

په راپور کې راغلي: ((د نفتي توکو يوه برخه هېواد ته په قاچاقي ډول راځي، د هېواد په بندرونو کې د توکو د کيفيت کنټرول  ځينې بندري تجهيزات لکه سکنرونه، تلې او لابراتونه د يو شمېر کارکوونکو له خوا د کمزوري مديريت او کړنلارو د نه پلي کولو په سبب ويجاړ شوي دي.))

له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې کمېټې زياته کړې: ((د دغو ماشينونو د ترميم او بيا فعالولو لپاره پر لګښت سربېره، د دغو بندري تجهيزاتو ويجاړۍ د سون توکو قاچاق، رشوت اخيستلو او د ګمرکي محصولاتو له ورکړې تېښتې ته لار برابره کړې، د پروسې ناسم مديريت او مشرۍ نشتوالي، ټيټ ظرفيت او اړينو تهجيزاتو نشتوالي هم په يادو شوو ستونزو کې  کليدي رول لوبولى دى.))

له فساد سره د مبارزې دغه بنسټ څرګنده کړې، سره د دې چې د نفتي توکو او اوبلن ګاز د تصدۍ رياست پر انتفاعي والي سربېره هم تر ١٣٩٤ کال پورې شاوخوا څلور ميليارده افغانۍ پوروړى دى.

د کمېټې موندنې همدارنګه څرګندوي چې يواځې په ١٣٩٤ کال کې شاوخوا ١٧ ميليونه او ۹٦٠ زره ډالر د خدمتونو د وړاندې کولو له اړخه را ټول شوي دي.

يادې شوې کمېټې څرګنده کړې چې د ورته وضعيت دوام د افغانستان خلکو ته د زغم وړ نه دى، له حکومت يې غوښتنه کړې چې د يوه ځانګړي کميسيون په جوړولو سره دغه وضعيت په هر اړخيز ډول وڅېړي، عاملان يې پيدا او لويې څارنوالۍ ته ور وپېژني.

دغه بنسټ په ورته وخت کې ويلي چې حکومت بايد په ګمرکونو کې سم مکانيزم رامنځته کړي، څو ناسمه ګټه اخيستنه پاى ته ورسېږي او د ګمرکونو د عوايد بشپړه ټولونه ډاډمنه شي.

د دې راپور په بله برخه کې راغلي چې د نفتي توکو او اوبلن ګاز د وارداتو بهير د مديريت دوې مسوولې ادارې (د ګمرکونو معنيت او د نفتي توګو او اوبلن ګاز د تصدۍ رياست) هم د ١٣٩٤ کال د نفتي توکو د وارداتو د اندازې په اړه ډېرې متفاوتې شمېرې وړاندې کړې چې سلګونه زره توپير څرګندوي، د ارزونې او څار کمېټې د اټکل پر بنسټ، تېر کال  څه باندې ٧٠ ميليون ډالر محصول له ورکړې پاتې شوى دى.

له ادارې فساد سره د مبارزې د ارزونې او څار کمېټې په ډاګه کړې چې اداري فساد، معياري سيستمونو نشتوالى او  د ودارداتو د کيفيت په کنټرول کې د انسا ادارې ناتوالي د دې سبب شوې چې هېواد ته د بې کيفيته نفتي توکو او اوبلن ګاز وارداتو ته زمينه مساعده شي.

په دې راپور کې ټينګار شوى چې د نړيوالو پوځيانو لپاره د مالونو د واردونو لپاره د ګمرکي محصولاتو د  معافيت اوسني ميکانيزم  له نوم نه په ګټه اخيستلو سره د نفتي توکو د واردوونکو لپاره د ناسمې ګټې اخيستنې زمينه مساعده کړې او د معافيت ميکانيزم د بدلون په اړه  له نړيوالو ځواکونو او د افغان ماليې وزارت  سره پر هوکړه سربېره هم دغه بدلون نه دى عملي شوى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.