مزارشريف (پژواک، ١٧ وږى ٩٥): له چين څخه د لومړي ځل لپاره د افغان سوداګرو مالونه په يوه ٦٨ واګونه لرونکي اورګاډي کې د منځنۍ اسيا هېوادونو له لارې د بلخ ولايت حيرتان بندر ته را ورسېد.
دغه اورګاډى د وږي په ٤مه نېټه د چين د جيانګسوى ايالت په هايمن (Haimen) ښار کې په چين کې د افغانستان سفير، د ياد هېواد د يو شمېر دولتي چارواکو او په دغه هېواد کې د يو شمېر افغان سوداګرو په شتون کې یې د افغانستان پر لور حرکت کړی و.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ٦٨ واګونونو لرونکى دغه اورګاډى تېره شپه ناوخته د حيرتان بندر ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه چې نن سهار د ياد اورګاډي د رسېدو او د سوداګريزو توکو د تسليمېدو مراسم نيول شوي وو چې په کې د چين سفير، د فوايد عامې وزارت، د سوداګرۍ خونې او د بلخ ولايت استازو په کې برخه اخيستې وه.
د والي وياند وايي چې له چين سره د اورګاډي له لارې سوداګريزې اړيکو په جوړېدو سره نه يواځې بلخ، بلکې د ټول افغانستان لپاره ګټور او د اقتصادي پرمختګ لامل دى.
د فرهاد په وينا، تر اوسه افغانستان د اورګاډي له لارې يواځې له منځنۍ اسيا او روسيې سره سوداګري کوله او هغه هم د څو مشخصو توکو، خو اوس به افغان سوداګر له چين څخه هر ډول توکي چې وغواړي واردولى شي.
د بلخ يوه سوداګر حاجي رفيق اخندزاده پژواک اژانس ته وويل، له چين سره د اورګاډي له لارې په نښلېدو سره به افغانستان له اقتصادي اړخه ډېر پرمختګ وکړي.
هغه زياته کړه چې پخوا افغانستان له چين سره د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې سوداګريزې اړيکې لرلې چې له امله به يې افغان سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
د نوموړي په وينا، لومړۍ به مالونه له کښتيو د کراچۍ په بندر کې تشېدل بيا هلته به څو ورځې پراته وو، پاکستان به کله د سياسي فشار له امله ستونزې پيدا کړې، کله به په لارو کې ستونزې وې.
اخندزاده وايي، خو اوس افغان سوداګر د اورګاډي له لارې له چين سره نېغ په نېغه ونښلول شو او د کراچۍ بندر له کړاو څخه خلاص شول.
هغه زياتوي چې له دې وروسته به د افغانستان په مارکېټونو کې توکي پرېمانه او بيې به يې هم ټيټې شي او نېغ په نېغه به يې ګټه عامو خلکو ته ورسېږي.
د افغانستان او چين تر منځ د اورګاډي دغه ليکه چې د Sino . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن