ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولايتي شورا: جګړه د ترينکوټ ښار څو سوه مترۍ ته را رسېدلې

ولايتي شورا: جګړه د ترينکوټ ښار څو سوه مترۍ ته را رسېدلې

author avatar
7 Sep 2016 - 11:55
ولايتي شورا: جګړه د ترينکوټ ښار څو سوه مترۍ ته را رسېدلې
author avatar
7 Sep 2016 - 11:55

ترينکوټ (پژواک، ١٧ وږى ٩٥): د اروزګان د ولايتي شورا رييس وايي، که چېرې په بېړنۍ توګه ځانګړي  ځواکونه ور ونه رسېږي، د ترينکو‌ټ ښار به سقوط وکړي؛ ځکه چې جګړه د دغه ښار څو سوه مترۍ ته رسېدلې ده.

د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزي د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس دغه خبرې په داسې حال کې وکړې چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې سلګونو وسله والو  طالبانو له بېلابېلو لورو پر ترينکوټ ښار بريدونه پيل کړي دي.

هغه زياته کړه چې د وسله وال طالبان په ځينو ساحو کې د ترينکوټ ښار تر ٦٠٠ مترۍ پورې رسېدلي دي او ښاريان د تېښتې په حال کې دي.

نوموړي وويل چې ولايتي اداره په دې اړه د کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنيت شورا سره په اړيکه کې ده، هغوى د ځانګړو ځواکونو د لېږلو ژمنې کړې، خو تر اوسه عملي اقدام نه دى شوى.

خادمزى وايي چې د ملي ځواکونو په رهبرۍ کې د ستونزو له امله وسله وال طالبان د ښار په لوري د پرمختګ په حال کې دي.

بلخوا يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د ترينکوټ او اروزګان لويه لاره او د ترينکوت چورې ولسوالۍ تر منځ لويه لاره د خلکو او ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پوليسو د ترينکوټ کندهار پر لويه لاره اوه پوستې پريښي او هغو ساحو ته طالبان ورغلي دي.

بلخوا د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ويس صميمي وايي چې وسله والو طالبانو د مرکز ترينکوټ اړونده په ګرم اب، ککرک ، مهراباد ، ديجوذ،او تنګي سيمو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي چې اوس هم جګړه روانه ده.

هغه زياته کړه چې تر دې دمه په دغو بريدونو کې تر اويا پورې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې دوه قوماندان هم په وژل شويو کې شامل دي.

د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې ٤٠ طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.

امنيه قوماندان وويل چې ټول امنيتي ځواکونه په همغږۍ سره د وسله والو طالبانو پر وړاندې جنګېږي او د هغوى مخه يې نيولې ده.

صميمې وايي،  په دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده چې د هغې له جملې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.