ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په حصارک کې د يو مهم قوماندان په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي

چارواکي: په حصارک کې د يو مهم قوماندان په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي

author avatar
7 Sep 2016 - 10:20
چارواکي: په حصارک کې د يو مهم قوماندان په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي
author avatar
7 Sep 2016 - 10:20

جلال اباد (پژواک، ۱۷ مه ۹۵): چارواکي وايي چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون ١٥ وسله وال وژل شوي دي.

پرون د دغه ولايت چارواکو په حصارک ولسوالۍ کې د (صاعقه حصارک) په نوم د نوو عملياتو د پيلولو خبر ورکړى و.

دغه عمليات وروسته له هغه پيل شول چې له تېرو دوو اونيو راهيسې وسله والو مخالفينو د ولسوالۍ مرکز ته نږدې ګڼې سيمې يې نيولې وې.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د وږي په ۱۷مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد عمليات تېره ورځ د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوې چې په ترڅ  کې يې د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون ١٥ وسله وال وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې وژل شوى مخالف قوماندان حمزه نومېده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې د حصارک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي قاسم خان هم پژواک ته وویل چې تېره شپه يې د درنو ډزو غږونه اورېدلي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

بلخوا وسله والو طالبانو په حصارک ولسوالۍ کې د خپلو ملګرو د وژل کېدو خبره رد کړې او ټينګار کوي چې په دې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو له لورې هېڅ عمليات نه دي ترسره شوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا وکړه چې د حصارک ولسوالۍ مرکز له دوی سره دی او امنيتي ځواکونه يواځې په امنيې قوماندانۍ کې ورټول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.