ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دانش: د افغانستان د پرمختګ مخه هېڅوک نه شي نيولی

دانش: د افغانستان د پرمختګ مخه هېڅوک نه شي نيولی

author avatar
8 Sep 2016 - 12:54
دانش: د افغانستان د پرمختګ مخه هېڅوک نه شي نيولی
author avatar
8 Sep 2016 - 12:54

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۹۵): د  ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د شهيد اوونۍ په لمانځغونډه کې وويل، شهيدان د هېواد د يووالي کاروان دي، نو بايد له هغه ډول څرګندونو ډډه وشي چې شهيدان د يوې سيمې، ژبې او قوم اړوند وښيي.

هغه په ياده ناسته کې ټينګار وکړ چې خلک او سياسيون له هغو بحثونو او خبرو ډډه وکړي چې د امنيتي ځواکونو د کمزورۍ او د دښمن د ځواکمنېدو لامل ګرځي.

د ولسمشر دويم مرستيال او د شهيد اوونۍ د لمانځنې د کمېسيون مشر سرور دانش نن په کابل کې د شهيد اوونۍ د لمانځې پر مهال وويل: "د شهيد لاره د يووالي او سوکالۍ لاره ده، نه تفرقې، اختلاف او تربنګنۍ لار، نو موږ هغه وخت کولای شو د خپلو شهيدانو د ارمانو او هيلو په ښه ډول نمانځله وکړو چې لومړی د خپل هېواد له عزت او خپلواکۍ ساتنه وکړو او په خپل منځ د ملي يووالي د ټينګښت او دوام لپاره کار وکړو."

هغه د هېواد د ټولو شهيدانو د قهرمانيو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د دوی تر څنګ د هېواد زرګونو نوم ورکو شهيدانو د هېواد خپلواکۍ د ساتنې لپاره خپل ځانونه قربان کړل.

هغه ټينګار وکړ: "د افغانستان خلک هغه که د هر قوم او هر سمت وي، بايد د شهيدان د سرښندونو او د هغوی د تګلارې او قربانيو درناوی وکړي او موږ بايد له هر ډول هغو خبرو چې زموږ شهيدان سمتي او قومي وښيي، ځانونه وساتو."

هغه وايي:" موږ له بېلابيلو توطيو سره مخ يو ، يوه نا اعلان شوې جګړه روانه ده، زموږ ځمکنۍ بشپړتيا تر ګواښ لاندې ده، خو زموږ امنيتي سرتېري په ډېره مېړانه ورنه دفاع کوي، بايد سرښندنې يې وستايل شي او ملاتړو ورنه وشي."

د ولسمشر دويم مرسيتال په کابل کې وروستيو بريدونه ته په پام سره وويل چې وسله وال مخالفين د مخامخ جګړې توان نه لري، غواړي ځانمرګي بريدونه ترسره کړي او له دې لارې غواړي د بروکسل په ناسته کې د افغانستان لاسته راوړنې کمرنګې وښيي او د بروکسل ناسته تر شعاع لاندې راولې.

خو ټينګار يې وکړ چې هېڅوک د افغانستان د پرمختګ مخه نه شي نيولای.

دانش په هېواد د ملي يووالي پر ټينګښت ټيڼګار وکړ او ويې ويل: "د افغانستان دښمنان غواړي زموږ ملت په بېلابيلو نومونو سره بېل کړي، ژبې، مذهب او سمت او داسې نور، خو موږ مکلف يو تر هر وخت ډېر د خپلو هېواد د مهمو او اړينو مسايلو د حل په موخه د يوې ملي اجماع جوړېدو هڅې وکړو او د ملي وحدت د ټينګښت لپاره  خپلې هڅې لا ګړندۍ کړو."

دانش زياته کړه، د ملي يووالي حکومت ژمن دی خپلې کړې ژمنې پلې کړي.

هغه وويل: "همدا مهال د امنيتي او دفاعي ارګانونو د پياوړتيا، په عدلي او قضايي برخو کې د اصلاحاتو، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې، اداري اصلاحاتو د راوستو، د دولتي قراردادونو د روڼتيا او د هېواد د ملي پروژو د تحرک چارې روانې دي."

د ده په وينا، تر ټولو مهمه د ټاکنيزو اصلاحاتو او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو د ترسره کېدو او برېښنايي پېژندپاڼو د وېش تياري پيل شوي او د دواړو موضوعاتو په اړه د ولسمشر فرمانونه د کابينې له لوري تصويب شوي او هيله ده چې د دواړو موضوعاتو تخنيکي برخې ډېرې ژر پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.