ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ۱۵مه کالیزه ونمانځل شوه

د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ۱۵مه کالیزه ونمانځل شوه

author avatar
8 Sep 2016 - 10:02
د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ۱۵مه کالیزه ونمانځل شوه
author avatar
8 Sep 2016 - 10:02

کابل (پژواک، ١٨ وږى ۹۵): د شهيد اونۍ په ترڅ کې د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ١۵مه کليزه، د مسعود په څلورلارې کې د مقاومت پر څلي د اجرايه رييس ډاکټر عبدالله له خوا د ګلونو ګېډۍ په اېښودو سره ونمانځل شوه.

احمدشاه مسعود د جهاد د مهال قوماندان و چې د ١٣٨٠ لمريز کال د وږې په ١٨مه د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د دوو عرب ځانمرګو بريد کوونکو له خوا چې ځانونه يې خبريالان معرفي کړي وو، د مرکې په ترڅ کې د ٤٨ کلونو په عمر ووژل شو.

دا په هېواد کې لومړى ځانمرګى بريد ګڼل کېږي.

د ګلونو ګېډۍ اېښودو مراسم نن سهار د اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا په داسې حال کې ترسره شول چې د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالله حبيبي، د کورنيو چارو وزير ستر پاسوال تاج محمد جاهد، قاضي القضات او په اصلاحات او ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي ملتيا کوله.

د پژواک خبريال د مراسمو له سيمې په خپل را پور کې وايي چې ياد مراسم د کابل ښار په مسعود څلورلارې (عامې روغتيا) کې جوړ شوي دي.

په دغو مراسمو کې چې يو شمېر وزيرانو، د ملي شورا غړو او نورو دولتي چارواکو په کې ګډون کړى و، په لومړي سر کې ملي سرود وغږول شو، تشريفاتي ګارد په منظمو ليکو کې ولاړ و او برخه والو د شهيدانو اونۍ په ياد خپل درناوى ادا کړ.

نن په همدې مناسب عمومي رخصتي ده چې په رسمي او نا رسمي بڼه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې نمانځل کېږي.

سږ کال د ولسمشر محمداشرف غني د حکم پر بنسټ يو کمېسيون هم د دې ورځې د نمانځلو لپاره ګومارل شوى دى.

په دغه کمېسيون کې دفاع وزارت او نور بنسټونه شامل دي او د احمدشاه مسعود بنسټ په همکارۍ يې ځانګړي پروګرامونه هم ترتيب کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.