ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا کروندګرو ته د زعفرانو تخم وېشل کېږي

د پکتیکا کروندګرو ته د زعفرانو تخم وېشل کېږي

author avatar
8 Sep 2016 - 16:32
د پکتیکا کروندګرو ته د زعفرانو تخم وېشل کېږي
author avatar
8 Sep 2016 - 16:32

ښرنه (پژواک، ۱۸ وږی ۹۵): د پکتیکا د کرنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د اتو ولسواليو یو شمېر کروندګرو ته به د زعفرانو ۳۵۰۰ کيلوګرامه تخم ووېشل شي.

د پکتیکا د کرنې سرپرست رييس صحبت خروټي د وږي په ۱۸مه نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولایت کې دا لومړی ځل دی چې بزګرانو ته د زغفرانو تخم وېشل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د زعفرانو دغه ۳۵۰۰ کيلوګرامه تخم پر لسو قطعو وېشل کېږي چې هرې قطعې ته به ۳۵۰ کيلوګرامه تخم ورکړل شي او د دغه بوټي له کښت سره د بلدتیا لپاره به کروندګرو ته روزنیز پروګرامونه هم جوړ شي.

د پکتیکا ځینو خلکو هم کروندګرو ته د زعفرانو د تخم پر وېش خوښي ښودلې او هیله من دي چې له دې لارې به ښه ګټه وکړي.

د دغه ولايت د مټاخان ولسوالۍ يوه کروندګر عبدالحميد په دې اړه پژواک ته وويل چې د زعفرانو کر کيله که له يوې خوا ډېرې پيسې ترې لاس ته راځي له بل پلوه د نورو نباتاتو په نسبت کمي اوبه غواړي او ښه حاصل ورکوي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې د نشه يې توکو کرکيله صفر ده چې په مقابل کي يې بديل بوټی زعفران دي چې کروند ګر به يې په خپلو ځمکو کې وکري.

نوموړي غوښتنه وکړه چې پکتيکا يو سرحدي او کرنيز ولايت دی او باید مرکزي اداره ورته پاملرنه ډېره کړي.

د پکتيکا والي هم د کروندګرو لپاره زعفران ارزښتمن بوټی وباله.

الياس وحدت په دې اړه په نیول شوو مراسمو کې وويل، زعفران داسې يو بوټی دی چې نړيوال ارزښت او قيمت لري.

نوموړي زياته کړه چې کروند ګر کولای شي په خپلو ځمکو کې زعفران وکري؛ ځکه چې له دې لاري زياتي پيسې او ښه حاصلات ترلاسه کېدای شي او د نورو کرنیزو توکو په پرتله ښه بازار لري.

د يادونې ده، دا لومړی ځل دی چې د پکتيکا پر کروند ګرو د زعفرانو تخمونه وېشل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.