ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې طالبانو ۱۱ مسافر نیولي

فراه کې طالبانو ۱۱ مسافر نیولي

author avatar
8 Sep 2016 - 09:42
فراه کې طالبانو ۱۱ مسافر نیولي
author avatar
8 Sep 2016 - 09:42

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۹۵): د فراه ولايتي شورا مشر وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سيمه کې ۱۱ مسافر له موټره کوز کړي او نا معلوم ځای ته یې بیولي دي.

د فراه د ولايتي شورا مشر فريد بختور پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ شاوخوا شپږ بجې وسلوالو طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سيمه کې ۱۱ مسافرين له موټره کښته کړل او له ځانه سره یې بوتلل.

هغه زياته کړه، ياد مسافرين د ميرويس نيکه ترانسپورتي شرکت اړوند په يو ۳۰۳  بس موټر کې له کابله فراه تلل چې ياده پېښه رامنځته شوه.

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري پېښه تاييدوي خو  په اړه جزظيات نه ورکوي.

خو د پېښې عيني شاهد او په ياد موټر کې ناست مسافر اختر محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی له کابل څخه فراه ته روان وو چې د فراه ښار ته تر رسېدو مخکې د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سيمه کې ياده پېښه رامنځته شوه.

هغه زياتوي، کله چې موټر د وسله والو له لوري ودرول شو نو ۱۳ مسافر يې کښته کړل او له سړک پورې غاړې ولاړو سراچه موټرو ته یې وخېژول او ځان سره یې بوتلل.

د ده په اند تښتول شوي مسافر ملکي وګړي وو او د پېښې سيمه ته په ۱۰۰ متري واټن کې د ملي اردو او ملي پوليسو امنيتي پوستې هم وې خو د پېښې ننداره يې کوله او هېڅ اقدام يې ونه کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.