ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترینکوټ کې وسله وال پر شا تمبول شوي

ترینکوټ کې وسله وال پر شا تمبول شوي

author avatar
10 Sep 2016 - 13:23
ترینکوټ کې وسله وال پر شا تمبول شوي
author avatar
10 Sep 2016 - 13:23

کندهار ښار (پژواک، ٢٠ وږى ٩٥): په سوېل کې پوځي مسوولين وايي چې د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د جګړې کمربند مات شوى او وسله وال شا ته تمبول شوي دي.

پر ترينکوټ ښار له تېرو څو ورځو راهيسې جګړه روانه ده، دوه ورځې مخکې وسله وال د ښار دوه سوه مترۍ ته رسېدلي وو، خو کله چې له کندهاره تازه دمي مرستندوي ځواکونه ورسېدل، نو د وسله والو د پرمختګ مخه ونيول شوه.

پرون يوې سرچينې پژواک اژانس ته ويلي وو چې د وسله والو د پرمختګ مخه نيول شوې، پرې هوايي بريدونه شوي، خو شا ته نه دي تمبول شوي.

خو په سوېل کې د پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون وياند جګړن امرالله نادري د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې په ترينکوټ ښار کې بدلون راغلى او د جګړې کمربند مات شوى دى.

هغه زياته کړه چې د وسله والو پر ضد ځمکني او هوايي بريدونه دوام لري او زياته مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده.

جګړن نادري وايي چې ترينکوټ ښار ته د پوليسو د زون قوماندان نبي جان ملاخېل‌، د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال داوود شاه وفادار، د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق له خپلو ځواکونو سره رسېدلي او وسله وال يې پر شا تمبولي دي.

نوموړي وويل چې وسله وال مخالفين د هوايي بريدونو له امله يا د تېښتې په حال کې دي او پټ شوي دي.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب پژواک اژانس ته وويل چې وسله وال په ځينو سيمو کې پنځه او په ځينو سيمو کې لس کيلومتره شا تګ کړى دى.

هغه زياته کړه چې اوس هم په ځينو سيمو کې خال خال ډزې کېږي، خو امنيتي ځواکونه د هغوى پر ضد عملياتو ته ادامه ورکوي.

ناياب وايي چې په ښار کې اوس وضعيت ښه شوى او ځيني دوکانونه پرانيستل شوي دي.

د والي وياند وويل چې د جګړو له امله شاوخوا ١٢٠٠ کورنۍ بېځايه شوې او ډېر ژر به له دوى سره مرستې پيل شي.

د هغه په وينا، د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د روشن او اېم ټي اېن مخابراتي شرکتونو فعاليتونه درېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.