ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک په غزني کې کلک امنیتي تدابیر غواړي

خلک په غزني کې کلک امنیتي تدابیر غواړي

author avatar
10 Sep 2016 - 16:11
خلک په غزني کې کلک امنیتي تدابیر غواړي
author avatar
10 Sep 2016 - 16:11

غزني ښار (پژواک، ٢٠ وږی ۹۵): د غزني يو شمېر اوسېدونکو له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د اختر په ورځو کې دې کلک امنيتي تدابير ونيسي تر څو خلک په ارام زړه اختر ولمانځي.

د غزني ولایت د عالمانو شورا مشر مولوي محمد اسماعيل د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په غزني کې امنيتي حالات ترينګلي شوي دي.

ده وويل: ((موږ له امنيتي چارواکو غواړو چي حد اقل د اختر په ورځ کې خو دې امنيت ټينګ کړي.))

ده له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه چې له جګړې لاس واخلي او پر خلکو يې ټينګار وکړ چې د امنيت په  ټينګښت کې دې له حکومت سره همکاري وکړي.

دغه راز د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي خليل احمد پژواک ته وويل: ((زه د اختر د سودا لپاره غزني ښار ته راغلى يم... زموږ په ولسوالۍ کې له ډېرې ورځې جګړه ده فکر نه کوم چې خلک دې اختر په ښه خوشحالۍ ولمانځې خو بیا هم طالبان باید په دغو ورځو کې جنګ ونه کړي.))

د غزني ښار اوسېدونکي ولي محمد پژواک ته وويل چې نا امنيو خلک سخت ځپلي دي، لږ تر لږه حکومت خو بايد د اختر په ورځو کې امنيت ټينګ کړي.

ده وويل: ((همدا اوس د غزني په ډېرو ځايونو کې به اختر ونه لمانځل شي؛ ځکه امنيت ښه نه دى په لارو کې ماينونه دي خلک له ډاره موټر نه شي ايستلاى.))

يادو کسانو او د غزني يو شمېر نورو اوسېدونکو د اختر په ورځو کې د امنيت په ټينګښت ټينګار وکړ.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د امنيې قوماندانې د امنيت امر سمونوال اسدالله شجاعي پژواک ته وويل چې د اختر په ورځو کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړين تدابير نيول شوي دي.

ده وويل: ((باید خلک له موږ سره د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي که چېرې د خلکو مرسته نه وي شاید په یو شمېر سیمو کې امنيتي ستونزې پیدا شي.))

د يادونې ده، په دې وروستیو کې د غزني په یو شمېر سیمو کې امنیتې حالت خراب شوی، د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې هم روانې د You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.