ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار اوسېدونکو د ايران په شېراز کې له افغانانو سره شوى چلند وغانده

د کندهار اوسېدونکو د ايران په شېراز کې له افغانانو سره شوى چلند وغانده

author avatar
10 Sep 2016 - 18:44
د کندهار اوسېدونکو د ايران په شېراز کې له افغانانو سره شوى چلند وغانده
author avatar
10 Sep 2016 - 18:44

کندهار (پژواک، ٢٠ وږى ٩٥): د کندهار مدني فعالانو، فرهنګيانو او خبريالانو د ايران په شېراز کې له افغانانو سره شوى چلند په سختو ټکو وغانده او له ولسمشر څخه يې وغوښتل چې دغه موضوع په جديت تعقيب کړي.

د راپورونو له مخې، د روان کال د وږي په ١٧مه د ايران په شېراز ښار کې پوليسو يو شمېر افغانان په قفسونو کې اچولي او نندارې ته وړاندې کړي وو، چې ګواکې دوى يې له نشه يي توکو او الکولي مشروباتو سره نيولي دي.

په دې اړه احتجاجي غونډه نن مازيګر په کندهار پريس کلب کې جوړه شوې وه.

غونډې ته د کندهار يوه مخور احمد شاه شهير په خپله وينا کې وويل، په قفسونو کې د افغانانو اچول او بيا خلکو ته د نندارې په توګه د هغوى وړاندې کول، د انساني کرامت خلاف کړنه ده.

هغه زياته کړه: ((موږ له افغانانو سره د ايران پوليسو دغه راز وحشيانه کړنه په سختو ټکو غندو او له ولسمشر څخه غوښتنه کوو چې موضوع په پوره جديت تعقيب کړي.))

د هېواد له شمالي ولايتونو څخه د راغلو مدني فعالانو او ځوانانو په استازيتوب هادي عالمي خبرې وکړې.

هغه وويل، دا لومړى ځل نه دى چې په ګاونډيو هېوادونو کې د افغانانو د حيثيت د پايمالولو هڅه کېږي.

د ده په خبره، د ايران دغه کړنه د جنيوا کنوېنشن او بشري حقونو خلاف ده او افغان چارواکي يې بايد پر وړاندې توند غبرګون وښيي.

د کندهار د مدني فعالانو په استازيتوب نثار احمد صالح خبرې وکړې او ويې ويل، د ايران دغه کړنه په څرګنده د افغان انسان سپکاوى دى.

هغه خلک يووالي ته راوبلل او او ويې ويل، تر هغه چې دلته وينې بهول درېدلي نه وي، په ګاونډيو هېوادونو کې به افغانانو سره همداسې وحشيانه چلند کېږي.

د هغه د کورنيو چارو او کډوالو چارو پر وزارتونو نيوکه وکړه چې خپلې چارې ترې پاتې دي او په نورو سياسي کشمکشونو کې بوخت دي.

په کندهار کې د نى دفتر مسوول او د ځوانانو په پارلمان کې د دې ولايت استازي سمېع غيرتمل وويل، ځورول شوي افغانان ايران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو او په داسې حال کې يې ورسره د سپکاوي چلند کړى، چې د اسلامي جمهوريت دعوه هم کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.