ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د اختر په ورځو کې هندوستان ته ځي

ولسمشر غني د اختر په ورځو کې هندوستان ته ځي

author avatar
10 Sep 2016 - 16:35
ولسمشر غني د اختر په ورځو کې هندوستان ته ځي
author avatar
10 Sep 2016 - 16:35

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٥): ټاکل شوې ده چې ولسمشر اشرف غني د روانې اونۍ په او‌ږدو کې په يوه رسمي سفر هندوستان ته ولاړ شي.

د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان  مينه پال د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو لوړ پوړى دولتي پلاوى به هم له ولسمشر سره په دغه سفر کې ملتيا کوي.

هغه زياته کړه‌ چې دغه سفر به د روانې اونۍ په اوږدو کې ترسره شي، خو کره نېټه يې په ډاګه نه کړه.

خو يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دا سفر کېداى شي د اختر په درېيمه ورځ د وږي په ٢٤مه چې د  سپټمبر له ١٤مې سره سمون خوري، پيل شي.

مينه پال وايي چې د دغه سفر په ترڅ کې ولسمشر د هندوستان له لومړي وزير نريندرا او نورو چارواکو سره جلا جلا وګوري.

د هغه په وينا، له دغه سفره موخه د هندوستان له خوا له افغانستان سره د مرستو د دويم پړاو د پيلېدو په اړه خبرې اترې کول دي.

د ولسمشر مرستيال وياند وايي چې د هندوستان له خوا لومړۍ پړاو مرستې تقريباً بشپړې شوې چې د وړو پروژو تر څنګ د چابهار بندر، د سلما بند، د زرنج دلارام سړک او د افغانستان د ملي شورا ودانۍ جوړېدل وو.

نوموړي زياته کړه چې دغه راز د دغه سفر پر مهال به د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې او په دې برخه کې د افغانستان او هندوستان پر هلو ځلو او همکاريو هم خبرې کېږي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کابل او نوي ډيلي اړيکې تر پخوا ډېرې ښې او پياوړې شوې دي.

هندوستان د نورو مرستو تر څنګ له افغانستان سره پوځي مرستې هم پيل کړې او د نورو پوځي توکو ترڅنګ يې درې پوځي چورلکې هم سپارلې او ټاکل شوې چې څلورمه يې هم ډېر ژر وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم هم څو ورځې مخکې هندوستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد چارواکو ته د پوځي مرستو يو لېست سپارلى دى.

ټاکل شوې  په نږدې راتلونکي کې د امريکا په نيويارک ښار کې د افغانستان، هندوستان او امريکا ترمنځ درې اړخيزه غونډه هم  ترسره شي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.