ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکيلان د يوې څوکۍ سيستم په اړه بېلابېل نظرونه لري

وکيلان د يوې څوکۍ سيستم په اړه بېلابېل نظرونه لري

author avatar
10 Sep 2016 - 19:22
وکيلان د يوې څوکۍ سيستم په اړه بېلابېل نظرونه لري
author avatar
10 Sep 2016 - 19:22

کابل ښار (پژواک، ٢٠ وږى ٩٥): د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو د ولسمشر له لوري د درېيم تقنيني فرمان صادرول د قانون خلاف بولي او د ټاکنيزو حوزو کوچني کېدل د ستونزې رامنځ ته کول ګڼي؛ خو ځينې نورو بيا دا اقدام غوره وباله.

د افغانستان دولت کابينې، د ټاکنو قانون اصلاح شوې طرحه د روان کال د وږي په لومړۍ نېټه تاييد کړه  چې د يادې طرحې پر بنسټ، د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د يوې څوکۍ سيستم په پام کې نيول شوى دى.

د قانون له مخې، دا مهال د ولسي جرګې په ټاکنو کې هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه ده؛ خو د يوې څوکۍ سيستم له مخې، د هر ولايت د نفوسو له مخې په څو ټاکنيزو حوزو وېشل کېږي، چې د هرې حوزې خلک د خپلې حوزې اړوند نوماند ته رايه ورکوي.

ولسمشر غني تر دې وړاندې ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو په موخه دوه فرمانونه صادر کړل؛ خو ملي شورا تاييد نه کړل، دويم فرمان وروسته له هغه ولسي جرګې ته واستول شو، چې د ملي شورا ګډ پلاوي په دې برخه کې د ملي شورا دواړو مجلسونو اختلاف لرې نه کړ؛ ځکه دا شورا کولى شي چې له درېيو برخو څخه د دوو برخو په رايو پرېکړه وکړي.

خو د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون، د ملي شورا دوبنيو رخصتيو کې حکومت ته مشوره ورکړه چې بل فرمان دې صادر کړي او پرته له دې چې ملي شورا ته واستول شي، د اجرا وړ دې وګرځي؛ ځکه ولسي جرګه نه شي کولى د تقنيني دورې په وروستي کال کې د ټاکنو قانون په اجنډا کې شامل کړي.

ولسي جرګه کې د ميدان وردګو استازي غلام حسين ناصري د جرګې نننۍ ناسته کې وويل: "درېيم فرمان د اساسي قانون د ٧٩مې مادې خلاف دى او د ملي شورا د فعاليت پرمهال صادر شوى دى."

نوموړي وويل چې درېيم فرمان، د دوبي له رخصتيو څخه دوه ورځې وروسته د وږي په اولسمه صادر او د ولسمشر له لوري لاسليک شو، چې  هېڅ قانوني اساس نه لري.

د اساسي قانون په ٧٩مه  ماده کې راغلي: "حكومت كولاى شي د ولسى جرګې د تعطيل په حالت كې له بودجې او مالي چارو پرته، د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي. تقنيني فرمانونه د جمهور رئيس تر توشيح وروسته د قانون حكم پيدا كوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي او كه د ملي شورا له خوا رد شي، خپل باور له لاسه وركوي."

ناصري د ملي يووالي حکومت د خلکو او قومونو ترمنځ بې اتفاقي ته په لمن وهلو تورن کړ، د ټاکنيزو حوزو د يوې چوکۍ سيستم په اړه يې وويل: "حکومت چې د ٣٤ حوزو  د مديريت او ادارې توان نه لري، څرنګه له بوختياوو سره، سره کولى شي چې ٢٥٠ ټاکنيزې حوزې مديريت کړي."

هغه زياته کړه: "د ټاکنيزو حوزو کوچني کول به خلک په خپلو کې اخته کړي او کورنۍ جګړې ته د لمن وهلو يوه څه به وي؛ دا پرېکړه د کومو شمېرو له مخې شوې ده، يو څوکۍ سيستم ستونزه نه هواروي، بلکې حکومت ته به نورې ستونزې هم را وټوکوي."

خو ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازې شينکۍ کړوخېل وويل: "نن د افغانستان نيمايي ولس پارلمان کې استازى نه لري."

هغې زياته کړه چې د ټاکنيزو حوزو په کوچني کېدو، ټاکنو کې عدالت خوندي کېږي او بايد وکيلان د خپلو شخصي ګټو لپاره د اصلاحاتو او ټاکنو د ترسره کولو مخه ډب نه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.