میمنه (پژواک، ۲۱ وږی ۹۵): د فاریاب ځايي چارواکي وايي چې وسله والو مخالفینو د بلچراغ ولسوالۍ د استیناف محکمې قاضي د لمانځه د ادا کولو پر مهال وژلی دی.
د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي د وږي په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د استیناف محکمې یو غړی قاضي جلال تېره شپه د ماخوستن د لمانځه پر مهال د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی دی.
د معصومي په خبره، قاضي جلال تېر کال وسله والو طالبانو تښتولی و، شاوخوا درې میاشتې له هغوی سره په بند کې و او په دې شرط چې نور به په دولت کې کار نه کوي، بېرته خوشی شو.
د فاریاب د استیناف محکمې رییس صبغت الله مشرق هم د قاضي جلال وژنه پژواک ته تایید کړه.
مشرق وايي چې قاضي جلال د بلچراغ ولسوالۍ د محکمې مسوول و، خو خپله د خواجه سبزپوش په قزل قشلاق سیمه کې اوسېده.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن