ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په ګرمسېر کې یو قومي مشر وژل شوی

د هلمند په ګرمسېر کې یو قومي مشر وژل شوی

author avatar
11 Sep 2016 - 11:11
د هلمند په ګرمسېر کې یو قومي مشر وژل شوی
author avatar
11 Sep 2016 - 11:11

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ وږی ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یو قومي مشر وژلی خو طالبان بیت له دې پېښې ناخبري ښيي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د وږي په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د حاجي ظاهر خان په نوم یو قومي مشر د ګرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ سیمه کې وسله والو طالبانو له کوره ایستلی او بيا یې وژلی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه قومي مشر په سیمه کې بانفوذه شخص و، خو له دولت سره یې کومه اړیکه نه درلوده او نه يې هم شخصي دښمني لرله.

هغه وویل، د دغه قومي مشر د وژلو لامل په سیمه کې وحشت خپرول دي؛ طالبان غواړي قومي مشران ښوونکي او مطرح کسان ووژني، څو د دوی د کړونو پر وړاندي څوک خنډ نه شي.

د وژل شوي کس وراره او د هلمند د سولې د ولایتي کمېټې د دارالانشاه مشر محمد داود فرهنګ وویل، تره يې له چا سره نه شخصي دښمنې درلوده او نه يې هم په دولت کې دنده ترسره کړې ده.

هغه وویل، نوموړی یې تېر ماښام تر لمانځه وروسته له جوماته بیولی و، نن يې سیمې ته نږدې جسد په داسې حال کې پیدا شوی چې پر ډزو ویشل شوی دی.

فرهنګ وايي، په سیمه کې واک له طالبانو سره دی او دا کړنه هم هغوی ترسره کړې؛ ځکه دوه کاله مخکې یې د ده خپل پلار هم په همدې ډول له جومات څخه بوت او بیا یې وواژه.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر دې پیښې ناخبري ښيي خو وايي چې وسله وال طالبان له ملکې خلکو او قومي مشرانو سره کار نه لري، دا چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې، دا به وروسته معلومه شي.

د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ له ودانۍ پرته نوره ټوله سیمه نږدې یوه میاشت وړاندې وسله والو طالبانو له دولت څخه ونیوه او دا مهال د هغوی تر حاکمیت لاندې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.