ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پلاستیکي وسلو او پټاقیو پېر او پلور منع دی”

“د پلاستیکي وسلو او پټاقیو پېر او پلور منع دی”

author avatar
11 Sep 2016 - 11:29
“د پلاستیکي وسلو او پټاقیو پېر او پلور منع دی”
author avatar
11 Sep 2016 - 11:29

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۹۵): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پلاستیکي وسلو پېر او پلور او له هغو استفاده منع دي او پولیسو ته دنده سپارل شوې څو په دې برخه کې له سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شولې، ویل شوي چې امنیتي سرتېرو ته سپارښتنه شوې چې څو د پلاستیکي وسلو او د ماشومانو د لوبو د نورو وسایلو چې د ټپي کېدو او زیان اړونې لامل کېږي او یا هم د هغو څېزونو چې په ځینو مواردو کې مجرمینو ته د ناوړې استفادې موکه په لاس ورکوي او امنیت ګډوډوي، جداً مخنیوی وکړي او د هغو د راټولو لپاره اقدام وکړي.

د کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو په ځانګړې توګه د کابل له ښاریانو غوښتي څو له داسې کړنو چې د امنیت د خلال او یا هم د خلکو د اندېښنې وړ ګرځي، په کلکه ډډه وکړي او خپلو ماشومانو ته دې ووايي څو له داسې کارونو لرې و اوسي.

سربېره پر دې کورنیو چارو وزارت له ټولو هټۍ والو او پلورونکو په کلکه غوښتي چې د پلاستیکي وسلو او پټاقیو له پلورلو ډډه وکړي، پرته له دې به پولیس له سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي او هغوی به عدلي او قضايي بنسټونو ته ور معرفي کړي.

دغه راز یاد وزارت له کورنیو، مدني ټولنو، رسنیو او همکارو بنسټونو غوښتي څو د پلاستیکي وسلو په مخنیوي کې چې د ماشومانو د روحیې او د هغوی د خشن والي لامل کېږي، همکاري وکړي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا دغه پرېکړه په داسې حال کې نیول کېږي چې له دې مخکې هم د اختر په شپو او ورځو کې د ماشومانو له خوا پلاستیکي وسلې کارول شوې او د هغوی د ټپي کېدو او ژوبلېدو لامل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.