ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زایرینو د عرفات مراسم ترسره کړل

زایرینو د عرفات مراسم ترسره کړل

author avatar
11 Sep 2016 - 10:26
زایرینو د عرفات مراسم ترسره کړل
author avatar
11 Sep 2016 - 10:26

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۹۵): د نړۍ له بېلابېلو سيمو سلګونه زره مسلمانانو د اسلام د پنځم رکن حج لوى رکن (وقوف عرفه) فريضه ادا کوې.

د ٢٤زره افغانانو په ګډون له ټولې نړۍ سلګونو زرو مسلمانانو د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ښار کې د حج مناسک پيل کړل.

دوى تېره شپه له مکې مکرمې منا ته تللي وو او نن له غرمې مخکې  د عرفات غونډۍ کې راټول شول او د ( لبيک اللهم لبيک) په ويلو سره يې د الله په دربار کې د مغفرت دعاګانې وکړې.

هغوى د غرمې او مازديګر لمونځونه په ګډه د عرفات د نمرې په جومات کې ادا کړل  او د حج خطبه يې واورېده، له هغه وروسته د مزدلفې پر لور وخوځېدل.

مسلمانان به د ماښام او مازديګر لمونځونه په مزدلفه کې وکړي او شپه به تر شنه اسمان لاندې تېروي، د اختر په لومړۍ ورځ د سهار تر لمانځه وروسته به حاجيان بېرته مني ته ځي، لوى شيطان به په کاڼو وولي، وروسته به خپل ويښته کموي او حرام به لرې کوي.

حاجيان به د اختر په دويمه او درېيمه ورځ هم شيطانان په کاڼو ولي او وروسته به په حرم شريف کې د وروستي طواف ترسره کولو سره د حج مراسم پاى ته ورسېږي.

سږ کال له سعودي عربستان او ټولې نړۍ څخه شاوخوا دوه نيم ميليونه مسلمانان د حج فريضې ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته تللي چې په کې ٢٤زره افغانان هم شامل دي.

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت او د حج وزارت ويلي چې د حج د فريضې ادا کولو لپاره يې کلک امنيتي تدابیر نيولي او حج کوونکو ته يې ټولې اسانتياوې برابرې کړې دي.

د حج کوونکو د امنيت لپاره ١٠٠ الوتکې او زرګونه ځانګړي امنيتي سرتېري پر دندو ګومارل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.