لښکرګاه (پژواک، ۲۱ وږی ۹۵): چارواکې وايي چې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار او هغو سیمو کې چې واک يې له دولت سره دی، د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
په هلمند کې د ۵۰۵ بُست زون قوماندان مل پاسوال محمد حکیم انګار د وږي په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې پولیسو او اړوند ارګانونو په بېلابېلو سیمو کې عملیات پیل کړي، په ځانګړې توګه د اختر د ورځو د امنیت ټینګښت لپاره ځانګړي پلانونه نیول شوي دي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د لوی اختر په ورځو کې به د هر ډول پېښو مخه ونیول شي، خلک کولی شي خپلې خوشالۍ په ډاډه زړونو ولمانځې.
د انګار په خبره چې پولیس او اړوند ارګانونه د ښار په بېلابېلو سیمو کې پر تلاشیو بوخت دي، هېڅ وسایل او مسافر پرته له تلاشي نه شي کولای امنیتي ساحې ته ننوځي او امنیت وګواښي.
قوماندان وویل، همدا مهال د ښار تر څنګ په ولسوالیو کې هم عملیات دوام لري، اوسنی امنیتي وضعیت چې ځیني ولسونه ترې وېره لري، ډېر ژر به مثبت بدلون وکړي او د دولت وسله وال مخالفین به وځپل شي.
خو بلخوا ځیني خلک بیا جګړو او نا امنیو ناهیلې کړي او اختر ته اندېښمن ښکاري.
د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي شېرمحمد وویل، را روان اختر بې خونده دی، ډېرې کورنۍ د ښار په څنډو کې په کنډوالو کې پرتې دي، خپل کلي او کورونه يې د جګړو او نا امنیو له امله پرېيښي دي.
هغه وویل، دوی امنیت غواړي، بلخوا غوښتنه کوي چې کډوالو ته د سرپناه لپاره لنډمهاله ځایونه پیدا کړل شي.
د فدا محمد په نوم هم یوه اوسېدونکي وویل، که څه هم د اختر لپاره يې جامې او میوې اخیستې دي، خو د خلکو زړونه مات دي، د ښار په څنډو کې جګړو او بمباریو اختر د خوشالیو هیلې کمې کړې دي.
ده هم له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د روانو نا امنیو او امنيتي حالاتو د مثبت بدلون لپاره ځانګړي پلانونه جوړ کړي او په هر ډول چې کېږي، ولسونو ته د یوه هوساه ژوند زمینه برابره کړي.
هلمند د هېواد له نا امنو ولایتونو څخه دی چې څلور ولسوالۍ يې سقوط دي او د اتو ولسوالیو یوازې ودانۍ له دولت سره دي او د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه هم له تېرو ۱۱ میاشتو را په دېخوا طالبانو نیولې دا مهال جګړې د ښار په څلور خواوو کې دوام لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن