ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارګر ماشوم: اختر مو په ياد هم نه دى

کارګر ماشوم: اختر مو په ياد هم نه دى

author avatar
11 Sep 2016 - 11:26
کارګر ماشوم: اختر مو په ياد هم نه دى
author avatar
11 Sep 2016 - 11:26

کندوز ښار (پژواک، ۲۱ وږى ٩٥): يو ديارلس کلن ماشوم  چې د خپل جسم او عمر په اندازه څو برابره درانه کارونه کوي، وايي چې د کورنۍ اقتصاد يې کمزورى دى، له همدې امله ښوونځي ته نه ځي او د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره په کندوز ښار کې کراچۍ چلوي.

د شمېرو له مخې، اوسمهال په هېواد کې شاوخوا دوه ميليونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او سره له دې چې افغان حکومت څو ځله د کارګرو ماشومانو د ستونزو د حل لپاره د ستراتيژي د جوړېدو او پروګرامونو خبر ورکړى، خو دا ستونزه لا هم پر ځاى پاتې ده.

کندوز د افغانستان له ناامنو ولايتونو څخه دى چې ګڼل شمېر ماشومان يې له ښوونځي پاتې دي او د واټونو پر غاړو درانه کارونه کوي.

د پژواک خبري اژانس خبريال چې د لوى اختر د تياريو په اړه د راپور چمتو کولو په موخه کندوز ښار ته تللى، وايي چې په کندوز کې پر ناامنيو سربېره هم د اختر په را رسېدو سره د ښار بڼه بدله ده، ګڼه ګوڼه زياته شوې او خلک د اختر لپاره د توکو په پېرلو بوخت دي.

د ګڼې ګوڼې په منځ کې ١٣ کلن خالد الدين هم ښکاري چې له زړو جامو او خپلو لويو بوټونو سره په يو ټايره کراچۍ د خلکو مالونه د ښار له يوې سيمې بلې سيمې ته لېږدوي.

د پژواک خبريال وويل: (( هلک ستړى او خولې پرې را ماتې وې، کله چې ورنږدې شوم، راته ويل يې، بار لرې، ما ويل نه خبريال يم، غواړم مرکه درسره وکړم، خو په ځواب کې يې راته وويل چې تر اوسه مې لس افغانۍ کار کړى، پرېږده چې د ډوډۍ پيدا کولو لپاره کار وکړم.))

له زيات ټينګار وروسته لنډو خبرو ته حاضر شو او ويې ويل چې پلار يې له څو کلونو راهيسې د زړه په ناروغۍ اخته دى، کار نه شي کولى او مور يې هم درې کاله وړاندې مړه شوې ده.

خالد الدين چې د خبرو پرمهال ژړغونى و او د کوم مشتري لاره يې کتله، زياته يې کړه: ((درې خويندې او درې وروڼه لرم، يو ورور مې له ما نه لوى دى، مزدوري کوي، نور کوچني دي او په کور کې وي.))

هغه په بېړه خبرې کولې، د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه، د اختر لپاره يې توکي پېرل، خو هغه د اختر په اړه هېڅ هم نه ويل، يواځې خپلې کورنۍ ته د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په فکر کې و.

د ژوند او ستونزو نه دغه ستړي ماشوم وويل: ((کورنۍ کې د کندوز سه درک سيمې په يوه ويرانه کور کې ژوند کوو، اختر مو په ياد هم نه دى، همدا چې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړو، زموږ لپاره اختر دى.))

پژواک هڅه وکړه چې د سړک غاړې ماشومانو د کره شمېرې، ستونزو او کندوز کې د چارواکو د کړنو په اړه د  کندوز د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست له چارواکو سره خبرې وکړي، خو له پرله پسې اړيکو وروسته هم په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.