ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: طالبان دې د سولې راوستو لپاره له خپل ولس سره مل او همکار شي

حامد کرزى: طالبان دې د سولې راوستو لپاره له خپل ولس سره مل او همکار شي

author avatar
12 Sep 2016 - 10:59
حامد کرزى: طالبان دې د سولې راوستو لپاره له خپل ولس سره مل او همکار شي
author avatar
12 Sep 2016 - 10:59

کابل (پژواک،٢٢ وږى ٩٥): پخواني ولسمشر حامد کرزي په جګړو کې له ښکېلو غاړو او په ځانګړي ډول له طالبانو غوښتي، چې جنګ پرېږدي او د سولې راوستو لپاره له خپل ولس سره مل شي.

نوموړي دغه څرګندونې د لوى اختر د رارسېدو له امله د مبارکۍ په پيغام کې کړې دي.

د ده له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې، نوموړي ټولو افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکې وړاندې کړې ده.

په خبرپاڼه کې د کرزي له خولې راغلي، چې په هېواد کې روانه جګړه د پردیو د ګټو او اهدافو لپاره ورځ تر بلې زور اخلي او د افغانستان خلک د دغې تپل شوې جګړې قربانیان دي، نو په کار ده چې په هوښیاري او دقت او ملي ګټو ته په پام سره، خپل ګران هېواد له روانو جګړو او ناخوالو وژغورو.

هغه زياتوي: "په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو غواړم، چې له جګړې او ورور وژنې لاس واخلي او ټول سره یو ځای د پردو د جګړې د ختمېدو او د سولې د راوستو لپاره کار وکړي او یو ځل بیا د طالبانو د تحریک پر مشرانو غږ کوم، چې جنګ پرېږدي او په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره له خپل ولس سره مل او همکار شي، څو د ټولو افغانانو په کامل اتحاد او اتفاق کې ګران هېواد د پردیو له مداخلو او منګولو وژغورو."

نوموړي د لوی خدای (ج) له درباره غوښتي، چې د افغانستان سرلوړى او باعزته ملت د اختر شپې ورځې په خوښۍ ولمانځي او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره تر بل هر وخته متحد او یو موټى شي.

پخواني ولسمشر کرزي په داسې حال کې له طالبانو د سولې کولو غوښتنه کړې، چې دې ډلې په دې وروستيو کې د هېواد د پلازمېنې په ګډون په بېلابېلو سيمو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.