ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هراتیان د ګاز د بیې له لوړېدو شکایت کوي

هراتیان د ګاز د بیې له لوړېدو شکایت کوي

author avatar
12 Sep 2016 - 14:04
هراتیان د ګاز د بیې له لوړېدو شکایت کوي
author avatar
12 Sep 2016 - 14:04

هرات ښار (پژواک، ٢٢ وږى ٩٥): د هرات ښار يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ګاز بیې تر پنځوس سلنې پورته کېدو شکايت کوي او په دې برخه کې حکومت پر نه پاملرنې تورنوي.

د هرات ښار اوسېدونکي وايي چې څو اونۍ وړاندې په هرات ښار کې د يو کيلو ګاز بيه له ٣٠ – ٣٥ افغانيو وه؛ خو اوس د يو کيلو ګاز بیه له ٥٥ تر ٦٠ افغانيو پورته شوې ده.

خلک د ګاز بیې په لوړېدو کې د حکومت پر نه پاملرنه نیوکه کوي او له ٣٠ تر ٦٠ افغانيو پورې ناڅاپه د ګاز بیې لوړېدل د پوښتنې وړ بولي او وايي که حکومت د ګاز بيه کنټرول نه کړي، نرخ به يې نور هم لوړ شي.

د هرات ښار د مخابراتو واټ اوسېدونکي عبدالحق مرادي پژواک خبري اژانس ته وويل: "دوه اونۍ وړاندې ګاز کيلو په ٣٠ افغانۍ و او نن کيلو ٦٠ افغانۍ دى، کابو پنځوس سلنه لوړ شوى دى؛ خو حکومت هېڅ کنټرول نه کوي."

د هرات ښار د اتمې حوزې اوسېدونکى عزيزاحمد پژواک ته وويل: "مسوولين په دې برخه کې د هټيو په اړه هېڅ معلومات نه لري، ناڅاپه نرخ لوړېږي؛ هېڅوک نشته چې له دې چارې څخه څارنه وکړي."

د هرات ښار د ګلونو چوک اوسېدونکي فېروز احمدي وويل: "رښتيا د بېوزلو او بې وسه کسانو لپاره د ګاز پېرل ستونزمن دي او که دولت دې برخې ته پاملرنه وکړي، نو ډېره ښه به وي."

خو د هرات ښار يوه ګاز پلورونکي وکيل احمد وويل چې هغوى له سوداګرو ګاز په لوړه بيه پېري او ناچاره دي چې په لوړ نرخ يې وپلوري.

نوموړي زياته کړه چې يوه مياشت وړاندې د ګاز يو بالون ٣٥٠ افغانۍ و؛ خو نن ګاز ٥٧٠ افغانيو ته لوړ شوى دى.

هرات کې د اوبلن ګاز يوه واردوونکي صميم غوثي وويل چې تېره په وروستۍ مياشتې کې له ترکمنستان څخه د ګاز صادرات کم شوي نو ځکه هېواد ته لږ ګاز واردېږي او بيه يې هم لوړه شوې ده.

سربېره پر دې، د هرات د نفتي توکو او اوبلن ګاز د ادارې سرپرست عبدالوکيل عالمي پژواک ته وويل چې په بازار کې د ګاز بيې لوړېدو د لاملونو موندلو لپاره هڅې روانې دي څو د ولايت مقام په همکارۍ يو پلاوى وټاکي.

عالمي تاييد کړه چې د هرات په بازارونو کې د ګاز بيه د تېر په پرتله د تمې خلاف لوړه شوې ده.

خو نوموړي زياته کړه: "کوم لاملونه چې تر دې دمه د سوداګرو له لوري وړاندي شوي دي، دا په ډاګه کوي چې د ګاز واردات په ورځ کې له سلو ټانکرونو څخه ٢٠ ته راټيټ شوي دي." You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.