ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې د بيارغونې بهير ګړندی شوى

په لغمان کې د بيارغونې بهير ګړندی شوى

author avatar
12 Sep 2016 - 15:20
په لغمان کې د بيارغونې بهير ګړندی شوى
author avatar
12 Sep 2016 - 15:20

مهترلام (پژواک، ٢٢ وږى ٩٥): چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د بيارغونې لسګونه پروژې پيل شوې چې بشپړېدو سره به يې د خلکو ډېرې لومړنۍ ستونزې هوارې شي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د پرمختګ پر لوري ګړندي ګامونه اخيستل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په تېرو څو اوونيو کې يواځې د دغه ولايت د سکتوري رياستونو په چوکاټ کې د باندې سل ميليونه افغانيو په ارزښت په مرکز او ولسواليو کې ټولګټې پروژې پيل شوې دي.

د ځواک په وينا، په نږدې راتلونکي کې به د يو شمېر دولتي ودانيو تر څنګ د بيارغونې ګڼې نورې پروژې هم پلې شي.

د والي وياند وايي چې والي عبدالجبار نعيمي تل کابل ته د سفرونو پر مهال له اړوندو وزارتونو او د نړيوالو مرستندويه ادارو له مسوولينو سره ليدنې کوي، څو د لغمان د بيارغونې لپاره پروژې ترلاسه کړي او په دې برخه کې تر ډېره بريده بريالى شوى هم دى.

د لغمان د اقتصاد رييس انجنير محمداغا مبارز وايي چې د ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د فوايد عامې رياست ودانۍ د جوړولو چارې به هم ډېر ژر پيل شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې پرمختيايي بهير د ولايتي ادارې د ښه مديريت او هلو ځلو له امله خورا ګړندی شوی او د ولايت د مرکز تر څنګ په ټولو ولسواليو کې د دغه بهير پر وړاندې هېڅ راز ستونزې نشته.

انجنير مبارز دغه راز زياتوي چې په روانه مياشت کې به نوې جوړې شوې ولسوالۍ بادپښ ته د غځېدلي سړک جوړول داوطلبۍ ته وړاندې کړي او د اساسي جوړېدو کارونه به يې پيل شي.

د نوموړي په وينا، د الينګار ولسوالۍ هغه پول چې د وسله والو مخالفينو له خوا پر بمونو الوځول شوى دی، د بيا جوړولو تخنيکي چارې يې بشپړې او ډېر ژر به يې د جوړولو چارې پيل شي.

د لغمان د پوهنې رييس محمد حضرت مجددي وايي چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې هم ۳۵ انکشافې پروژې پيل شوې دي.

د هغه په وينا، په دې پروژو کې د ښوونځيو ودانۍ، احاطوي دېوالونه او برېښنا رسونه شامله ده.

دى وايي، د دغو پروژو له جملې چې د احاطوي دېوالونو د جوړېدو کارونه يې پيل شوي، شپږ په مرکز، اوه په قرغيو، شپږ په دولت شاه، اته په الينګار، شپږ په اليشنګ او دوه يې په بادپښ ولسوالۍ کې موقعيت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.