ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر بزګر خپلو پیازو ته بازار غواړي

د لوګر بزګر خپلو پیازو ته بازار غواړي

author avatar
13 Sep 2016 - 09:01
د لوګر بزګر خپلو پیازو ته بازار غواړي
author avatar
13 Sep 2016 - 09:01

پل علم (پژواک،۲۳وږی ۹۵): د لوګر يو شمېر کروندګر وايي چې سږ کال د پيازو حاصلات ښه دي خو بازار نه لري او د هرې بورۍ بيه د تېر کال په پرتله څه د پاسه ٧٠ سلنه کمه شوې ده.

د لوګر د مرکز پل علم د پورک سيمې اوسېدونکي فضل احمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پيازو د حاصلاتو او خرڅلاو وخت دى خو د پيازو لپاره يې بازار نشته دى.

هغه وایی: ((ما په خپله درې جریبه ځمکه پیاز کرلي، د کال له پیل څخه تر دې دمه مې ډېره خواري او لګښت پرې کړى خو اوس یې چې د خرڅلاو وخت دی، خریدار یې نشته او څوک یې له سره پوښتنه هم نه کوي.))

نوموړى وايي چې تېر کال يې د پيازو يوه ١٦منۍ بورۍ په درې زره کلدارې خرڅه کړې خو سږ يې ترې خلک په نهه سوه کلدارې غواړي.

دغه راز د مرکز داودخېلو سیمې بزګر نسیم الله پژواک ته وويل چې له لسو کلونو راهيسې په خپله شل جريبه ځمکه کې پياز کري.

هغه زياته کړه: ((تېر کال مې  شاوخوا يو ميليون پنځه سوه زره افغانۍ  ګټه کړې وه خو سږ کال همدغه مياشت د پيازو د خرڅولو دى، هېڅوک يې پوښتنه هم نه کوي.))

د محمداغې ولسوالۍ د اب بازک سيمې اوسېدونکي ګلاب خان پژواک ته وويل چې په پنځه جريبه ځمکه کې پياز کرلي او سل زره افغانۍ يې لګښت پرې کړى دى.

هغه وايي: ((يواځې زموږ په سيمه کې په سلګونو جريبه ځمکه کې پياز کرل شوي دي او خلکو فکر کاوه چې د نورو کلونو په شان به يوه مړۍ ډوډۍ وګټي خو سږ کال تر اوسه هېڅ بازار نه لري.))

د لوګر ولايت لسکونه نور بزګران هم ورته شکايتونه لري او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې پيازو ته يې بازار پيدا کړي.

د لوګر د بزګرو د ټولنې مشر زمان الدين پژواک ته وويل چې حکومت اړ دى تر څو د دغه ولايت پيازو ته بازار پيدا کړي.

هغه وويل: ((تر اوسه چا د پيازو پوښتنه هم نه ده کړې حتى پرچون هم سم نه خرڅېږي، حکومت دې له نورو هېوادونو سره قرارداد وکړي او زموږ پيازو ته دې بازار پيدا کړي.))

د لوګر د کرنې رياست هم ياده ستونزه تاييدوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.