ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: که يو موټى شئ هېڅوک مو نه شي ماتولاى

غني: که يو موټى شئ هېڅوک مو نه شي ماتولاى

author avatar
13 Sep 2016 - 10:55
غني: که يو موټى شئ هېڅوک مو نه شي ماتولاى
author avatar
13 Sep 2016 - 10:55

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٥): ولسمشر ځوانانو ته په خطاب کې ویلي:"د فساد او بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه وکړئ، تاسو د ملي يوالي او وصل نسل ياست؛ ټول افغانستان د ځان و بولئ او سره ويې نښلوئ. "

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې تېر ماښام د کابل پوهنتون او د استاد برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلينو او دغه راز د کابل د خوشحال خان او رحمان بابا لېسو د ليليو له زده کوونکو سره د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، محمد اشرف غني يادو کسانو ته د اختر د مبارکۍ تر څنګ ويلي:" تاسو د تحول، وصل، ثبات، ملي يوالي، د ښځو او نارينه وو د تساوي او د کوچيانو، کليو مېشتو او ښاريانو د اړيکو ټينګولو نسل ياست."

د هغه په وينا، افغانستان يوه پېړۍ فرصت له لاسه ورکړى، خو د امان الله خان هيلې نه دي مړې شوي او ځوانان به هغه پوره کړي.

ولسمشر په دې ليدنه کې له ځوانانو غوښتي چې د فساد او بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه وکړي، ټول هېواد خپل وبولي او سره ويې نښلوي.

هغه ځوانانو ته ويلي:"تاسو د ملی یوالي نسل ياست او که يو موټى وئ، هېڅوک مو نه شي ماتولاى."

ده يادو محصلينو او زده کوونکو ته ويلي، داسې فکر ونه کړي چې مسافر دي؛ ځکه چې په خپل کور کې څوک مسافر نه وي او ارګ د هغوى کور دى.

د هغه په وينا، لومړى دنده يې دا ده چې د ملت په تېره بيا ځوانانو خادم واوسي.

ولسمشر غني له ځوانانو غوښتي چې د هېواد پنځه زره کلن تاريخ ته پام د تېر، حال او راتلونکې تړاو درک کړي او د خپل هېواد فرهنګ وپېژني.

غني ويلي:"د هېواد ټولې ژبې د افغانستان وياړ دي، د افغانستان ټولو قومونو پر دې وطن حکومت کړى؛ نو افغانستان په بشپړ يوالي او خپلو مټو جوړوو."

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر په ياده ناسته کې د پوهنې وزارت له مرستيال څخه غوښتي چې په سرحدي سيمو کې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيزي.

دغه راز هغه ويلي چې په راتلونکو مياشتو کې به پر لوړو زده کړو ډېر تمرکز وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.