کابل(پژواک،٢٤وږى٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په ١٢ ولايتونو کې د افغان دولت ٦٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٣نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري د وږي٢٤مه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې افغان امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې عمليات کړي دي.
سرچينه وايي چې دغه عمليات د کونړ، ننګرهار ،غزني، پکتیا، پکتیکا، کندهار، اروزګان، غور، تخار، بغلان ، کندوز او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله په دې عملياتو کې د افغان دولت ٦٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي چې په يادو وژل شويو کسانو کې ١٠ د القاعدې ډلې او څلور هم د حقاني شبکې غړي شامل دي.
اعلاميه کې راغلي چې د همدې عملياتو پرمهال درې رنجر موټرې له منځه تللي دي خو يوه اندازه وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د خبرپاڼې په حواله په دې عملياتو کې د ملي اردو څلور سرتيري هم وژل شوي دي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن