ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان روزنتون ودانۍ او د څښاک پاکې اوبه نه لري

د پروان روزنتون ودانۍ او د څښاک پاکې اوبه نه لري

author avatar
14 Sep 2016 - 10:59
د پروان روزنتون ودانۍ او د څښاک پاکې اوبه نه لري
author avatar
14 Sep 2016 - 10:59

چاريکار (پژواک، ۲۴وږى ٩٥): د پروان رونتون (دارالايتام) ماشومان په روزنتون کې د تدريسي څرنګوالي او ښوونکو له چلند خوښي څرګندوي، خو وايي چې د روزنتون زړې نامناسبۍ ودانۍ او د څښاک اوبو نشتوالي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوى چې شمېره يې شاوخوا سلو ماشومانو ته رسېږي او له شپږو تر ١٨ کلونو پورې عمرونه لري، ډېرى يې يتيم او بې سرپرسته ماشومان دي او شکايت کوي چې د کانال اوبو د کارولو په سبب ناروغ وي، تر باران لاندې درس نه شي ويلى، ځکه چې ټولګي يې څڅېږي.

١٣ کلن امېدالله چې پلار يې پنځه کاله وړاندې مړ شوى، وروسته رونتون ته شامل شو او اوسمهال د پنځم ټولګي اول نومره دى، دى وايي چې د روزنتون ښوونکي زيات زحمت کاږي، خو کنډو کپر ټولګي او د روغتيايي اوبو نشتوالى يې ستونزې دي.

هغه زياته کړه چې د روزنتون ماشومان د کانال له اوبو ګټه اخلي او دا چې صحي نه دي، په ګڼو ناروغيو لکه نس ناستي او نورو اخته کېږي.

نوموړى چې د کابل د قره باغ ولسوالۍ د باغ علم کلي اوسېدونکى دى، زياتوي: ((د پسرلي موسم کې د زيات باران په سبب درس نه شو ويلى، اوبه له پاسه راباندې راڅاڅي، ټولګى مو ښېښه نه لري، له دې وروسته هوا په سړېدو ده، په ازموينه کې قلم هم نه شو نيولى.))

دغه يتيم ماشوم چې هيله لري ډاکټر شي، وايي چې د روزنتون د انګړ د ټيټو دېوالونه له امله يې ملګري د خونديتوب احساس نه کوي.

هغه زياته کړه چې دوه کوچني وروڼه او مور يې د پروان په مرکز چيکل کلي کې د ماما په کور کې ژوند کوي او مور يې د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره د خلکو په کورونه کې کار کوي.

د امېدالله ماما نجم الدين چې خټګر دى، وايي: ((امېدالله مې روزنتون ته  ولېږه، ځکه چې خپله اقتصادي توان نه لرم، ښه درس يې ياد کړى دى.))

د پروان د مرکز د صيادان اوسېدونکي ١٣ کلن مرتضى چى د روزنتون د شپږم ټولګي زده کوونکى دى، د څښاک د صحي اوبو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، خپله څو ځله له نس ناستي او استفراغ سره مخامخ شوى او د درملنې لپاره روغتون ته تللى.))

مرتضي چې هيله لري انجنير شي او بېوزلي يې پاى ته ورسېږي، د خپلې مور له مړينې وروسته له درېيو کلونو راهيسې په روزنتون کې دى.

نوموړي په دې ښوونځي کې له تدريسي ميتود نه خوښي وښوده، خو وويل چې د رزنتون ماشومان د شپې له لوري له سړي تښتوونکو او نورو بلاوو وېرېږي، ځکه چې د روزنتون دېوال ډېر لوړ نه دى او شاوخوا يو نيم متر لوړوالى لري.

د پروان د مرکز اوسېدونکي ١٢ کلن محمد زبير هم درې کاله وړاندې د خپل پلار له مړينې وروسته دغه روزنتون کې شامل شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.