کابل(پژواک،٢٤وږى٩٥): دکابل-ننګرهار لويه لار چې د تيرې ورځې راهيسې د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه، يواځې د وړو موټر پرمخ پرانستل شوې ده.
د کابل-ننګرهار پر لويه لار د وریښمین تنګي په سيمه کې پرون مازیګر د سخت اورښت له امله د غره یوه برخه سړک ته را ښویدلې وه چې لویه لاره یې د ترافیکو پر مخ تړلې وه.
خو د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل-ننګرهار لويه لار نن سهار د وړو موټرو پرمخ پرانستل شوې ده.
هغه وويل: (( د لغمان د فوايد عامې رياست او د ملي اردو ځواکونو هڅه کوي دغه لار په ټوليزه توګه د ترافيکو پرمخ خلاصه کړي.))
د کابل-ننګرهار د لوې لارې يو مسافر خالد مسلم پژواک هم ته وويل چې دغه لار د وړو موټر پرمخ پرانستل شوې ده.
خو ده وويل: (( اوس هم د وريښمن تنګي په سيمه کې دموټرو بيرو بار ډير زيات دى موږ سهار وخته حرکت کړى وه خو په ٦ ساعتونو کې کابل ته ورسيدو.))
دا په داسې حال کې ده چې نږدې يوه مياشت وړاندې هم ياده لاره په همدې سيمه کې د غره د ښويدنې له امله د ترافيکو پرمخ د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن