ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر په رسمي سفر هند ته ولاړه

ولسمشر په رسمي سفر هند ته ولاړه

author avatar
14 Sep 2016 - 08:49
ولسمشر په رسمي سفر هند ته ولاړه
author avatar
14 Sep 2016 - 08:49

کابل(پژواک،٢٤وږى٩٥): افغان ولسمشر د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر هندوستان هيواد ته ولاړه.

دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي دي چې د وږي٢٤مه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.

سرچينه وايي چې ولسمشر محمداشرف غني د هند د لومړي وزیر ناریندرا مودي په رسمي بلنه، نن  سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر د یاد هېواد پلازمېنې  نوي ډیلي ته روان شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې غني به په دې دوه ورځني رسمي سفر کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، جمهور رئیس پراناب موکرجي او ددغه هېواد نورو مقاماتو سره د کتنې تر څنګ به له سوداګرو او هغو افغان محصلینو سره چې په یاد هېواد کې په بېلابېلو برخو کې په تحصیل بوخت دي کتنې ولري.

جمهور رئیس غني به همدارنګه د دفاعي مطالعاتو او تحلیلونو انسټيټیوټ کې متقاعدو جنرالانو، متقاعدو سفیرانو، پروفیسورانو او محصلینو ته وینا وکړي او د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول ترهګري او افراطیت سره د مبارزې په هکله به د افغانستان لیدلوری بیان کړي.

د يادونې وړ ده چې ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د ترانسپورټ وزیر محمدالله بتاش، د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر  نادري او د جمهور رئیس ویاند محمد هارون چخانسوري ملګرتیا کوي.

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.