ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نیمروز کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Sep 2016 - 16:01
نیمروز کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Sep 2016 - 16:01

زرنج (پژواک، ٢٥ وږى ٩٥): په نيمروز ولايت کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتې او دغه راز د دوو ترافيکي پېښو رامنځته کېدو له امله پنځه کسان ټپيان او درې وژل شوي دي.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د ترافيکو مدير څارمن محمد زرين نن د (وږي ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار ٧ بجې يوه ترافيکي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه هایلکس له زرنج موټرسایکل سره په زرنج ښار کې ټکر وکړ.

د هغه په وينا چې په ياده نښته کې د زرنج موټرسايکل چلوونکى مړ شوى او سپرلي یې چې دوه ماشومان هم په کې شامل دي، ټپيان شوي دي.

نوموړي د يادې پېښې د رامنځته کېدو لامل د هایلکس موټر ډېر ګړندۍ تګ وباله.

د زرنج ملکي روغتون يوه نوکريوال سيف الله وويل چې د يادې پېښې ټپيان روغتون ته ور وړل شوي او روغتيايي وضعيت یې د ډاډ وړ دى.

دغه راز په يوه بله ترافيکې پېښه کې يوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د ترافيکو مدير پژواک ته وويل چې ياده پېښه پرون مازديګر د زرنج ښار د دريمې ناحيې اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل، د اوبو يوه ټانکر له فرعي سړک څخه د تېرېدو پر مهال يو ماشوم وهلی او ځای پر ځای مړ شوی دی.

بلخوا د پوليسو پر ګزمې د طالبانو د بريد په ترڅ کې يو وسله وال طالب وژل شوى دى.

د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال غلام جيلاني ابوبکر پژواک اژانس ته وويل چې پرون شپه د پوليسو پر ګزمې د خاشرود ولسوالۍ اړوند د دلارام-زرنج لويې لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له لوري بريد شوى دى.

يادې امنيتي سرچينې زياته کړه، د ياد بريد پر مهال د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته نښته رامنځته شوې وه.

هغه وويل، په ياده نښته کې يو وسله وال طالب وژل شوى، خو ملي پوليسو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.