ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي دفاع وزارت:  ۲۷ وسله وال مخالفين وژل شوي

ملي دفاع وزارت: ۲۷ وسله وال مخالفين وژل شوي

author avatar
16 Sep 2016 - 12:08
ملي دفاع وزارت:  ۲۷ وسله وال مخالفين وژل شوي
author avatar
16 Sep 2016 - 12:08

کابل(پژواک ۲۶ وږي ۹۵): د ملي دفاع وزارت وايي چې په ځينو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ۲۷ وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د ملي دفاع وزارت له خوا د وږي٢٦مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي اردواو د هېوادو نورو امنيتي ځواکونو په ځينو ولايتونو کې عمليات کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات د توپچي او هوايي ځواکونو په ملاتړ د غزني ، پکتيکا، کندهار ، اروزګان ، غور، کندوز، لغمان ، کاپيسا او لغمان په ولايتونوکې ترسره شوي چې د کندهار – ترينکوټ په لويه لار کې ۲۳ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، په ياده موده کې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په مربوطات کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دفاع وزارت څرګنده کړې چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د ملي اردو څلور سرتېري هم وژل شوي خو د دې تر څنګ د ملي اردو ځواکونه پر خپل ټول توان هڅه کوي څو د خپلو هېوادوالو لپاره امنيت ټينګ کړي.

خووسله والو طالبان بيا وايي چې دوی د ارزګان، کندوز، جوزجان، هلمند او کونړ په ولايتونو کې بريدونه کړي او دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.