لښکرګاه(پژواک،٢٦وږى٩٥): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر يوې پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې پنځه پوليس وژل شوي دي.
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې د وږي٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره شپه وسله والو طالبانو د نورزو بازار په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې پنځه پوليس وژل شوي دي او وسلې يې وسله والو طالبانو له ځانه سره وړي دي.
د هلمند د والي وياند عمرځواک هم ياده پېښه تاييدوي خو وايي چې په دې پېښه کې يواځى يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
ځواک وايي چې په ياده پېښه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شميرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
بل لورته د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې ياده پوسته سقوط شوى ده.
هغه وايي چې د پوستې د سقوط پرمهال ١٢پوليس وژل شوي او ١٢ ميله وسله هم طالبانو له ځانه سره وړې ده.
هلمند د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې دا مهال يې څلور ولسوالۍ موسى کلا، نوزاد، باغران او ديشو له وسله والو طالبانو سره دي او د مرکز په ګډون يې په ډيرو سيمو کې پرله پسې جګړې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن