ترينکوټ (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): د اروزګان والي وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې وسله وال طالبان د ترينکوت ښار له شاوخوا سيمو شا تګ ته اړ شوي، خو د سيمې اوسېدونکي دا ادعا ردوي.
دوولس ورځې وړاندې سلګونو طالبانو د ترينکوټ پر ښار بريدونه وکړل او د ښار د نيولو په هڅه کې د ولايت مقام او امنيې قوماندانۍ تر ٢٠٠ مترۍ پورې رسېدلي وو.
خو د اروزګان والي والي محمد نذير خروټى وايي چې اوس وسله وال طالبان له ښار څخه پر شا تمبول شوي او درانه تلفات هم ورته اوښتي دي.
هغه د وږي په ٢٧مه له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال هغه اوازې رد کړې چې لا هم اروزګان د سقوط په حال کې دی.
خروټي زياته کړه چې دغه ولايت ته د نورو امنيتي ځواکونو په راتګ سره اوس مهال دغلته امنيتي حالت له څو ورځو پخوا څخه ښه شوى دى.
والي له تېرو دوولسو ورځو راهيسې د جګړې له امله د اوښتو زيانونو په اړه څه نه وايي او نه هم اروزګان له سقوط سره د مخامخېدو په اړه مالومات ورکوي، خو ژمنه يې وکړه چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د پوليسو په ليکو کې ژور اصلاحات راشي چې ورسره به امنيت ښه شي.
هغه پر ښاريانو غږ وکړ چې بېرته دې عادي ژوند کولو ته مخه کړي او خپلو کورونو ته دې راستانه شي.
خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې لا هم طالبان يې په سيمو کې شته دي او دولت تر اوسه پر دې نه دى توانېدلى چې هغوی شا تګ ته اړ کړي.
د ترينکوت ښار د سرشخلو سيمې اوسېدونکي محمد صابر پژواک ته وويل چې لا يې هم په کلي کې طالبان شته دي او هره ورځ پر ښار بريدونه کوي.
د هغه په وينا، کلى يې د اروزګان د امنيې قوماندانۍ په څو سوه مترۍ کې قرار لري او د دوى له سيمې څخه د جګړې لومړۍ کرښه جوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ترينکوټ ښار کې مخابراتي شبکو فعاليت پرېيښى او معلومات ترلاسه کول ستونزمن شوي دي.
د ترينکوټ د ښار يوه اوسېدونکي قدرت الله وايي چې له تېرو اتو ورځو راهيسې د اروزګان او کندهار لويه لاره د جګړې له امله تړل شوې ده او په ښار کې د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن