مزارشريف (پژواک، ۲۷ وږی ۹۵): د حيرتان بندر د نفتي توکو او مايع ګازو رياست عوايد د تېر کال په پرتله دوه نيم برابره ډېر شوي دي.
د حيرتان بندر د نفتي توکو او مايع ګازو رييس محمد عظيم عظيمي د وږي په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېر کال په پرتله له سوداګرو سره د شته همغږۍ او ښو خدمتونو وړاندې کېدو له امله يې عوايد خورا لوړ شوي دي.
ده زياته کړه، دغه اداره د نفتي توکو د بازار د کنټرول تر څنګ عايداتي اداره ده، چې سوداګريز خدمتونه وړاندې کوي.
هغه وايي، سوداګر اوس له حيرتانه بندره د اوبو او د رېل ليکې له لارې له منځنۍ اسيا نښلول شوي، چې په اسانه ترې صادراتي او وارداتي چارې تر سره کولی شي.
عظيمي وويل، د تېر کال په پرتله سږکال د حيرتان د نفتي توکو رياست عوايد دوه نيم برابره ډېر شوي دي.
د ده په وينا، د ۱۳۹۴لمريز په لومړيو درېيو مياشتو کې يې۱۷ميليونه افغانۍ عوايد درلودل؛ خو د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د حيرتان بندر نفتي توکو د رياست عوايد ۵۲ ميليونه افغانيو ته رسېدلي دي
دى زياتوي، حيرتان بندر د هېواد په کچه د خصوصي او دولتي سکتور په برخه کې د نفتي موادو د زېرمې ډېر ظرفيت لري، چې د عوايد لوړه برخه له همدې لارې ترلاسه کېږي.
نوموړي زياته کړه، د حيرتان بندر د نفتي توکو رياست په دغه بندر کې د خصوصي سکتور په برخه کې د نفتي موادو د زېرمې ۲۲ تاسيسات لري، چې ټول د ۴۸۲زره ټنه موادو د زېرمه کېدو ظرفيت لري.
د هغه په خبره، همداراز په دغه بندر کې د نفتي توکو ۴ دولتي زېرمتونونه شته، چې ټول يې د ۸۹زره ټنه نفتي موادو د زېرمې ظرفيت لري.
د نفتي توکو او مايع ګازو رييس وويل، حيرتان بندر د نفتي توکو ۶ تصفيه خونې لري، چې ټولو يې له مرکز څخه د چارو د پيلېدو جواز تر لاسه کړی دی.
نوموړوي زياته کړه، په دغو تصفيه خونو کې د کامګار او غضنفر د نفتي توکو تصفيه خونو خام مواد رسېدلي او په نږدې موده کې به يې چارې پيل شي.
هغه وايي، د پاتو څلورو تصفيه خونو چارې د سوداګرو د پانګې د کمښت له امله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، چې له همدې امله يې د پيلېدو چارې هم نامعلومې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن