کابل، غزني ښار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): د عامې روغتيا وزارت وايي، د غزني ولايت دوه تنه اوسېدونکي احتمالاً د کانګو تبې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت د انسان او حيوان د ګډو ناروغيو د څانګې (زنوس) مسوول محمد حفيظ رسولي د وږي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څو ورځو راهيسې له دوى سره د کانګو تبې شکمن قضيې ثبت شوې وې.
هغه زياته کړه، دوى ته يو ناروغ له اختره يوه ورځې مخکې د عرفې په ورځ له غزني ولايت څخه راوړل شوى و، چې وروسته دغه ناروغي د هغه پيواز او د کورنۍ يوه بل غړي ته هم سرايت وکړ.
رسولي وايي، لومړي ناروغ د عرفې په ورځ ساه ورکړه او بل تن يې د اختر په څلورمه ورځ مړ شوى او د درېيم ناروغ درملنه روانه ده او وضعيت يې د ښه کېدو په حال کې دى.
د نوموړي په وينا، د دوى لابراتواري معاينې روانې دي، تر اوسه يې بشپړه نتيجه نه ده راغلې، خو احتمال ډېر دى، چې دغه کسان د کانګو تبې پر ناروغۍ اخته شوي وو.
د غزني د عامې روغتيا رييسې ډاکټر ضياء ګل اسفندي پژواک اژانس ته وويل، چې دغو کسانو د غزني ښار د څارويو په منډوئ او کشتارګاه کې کار کاوه.
د نوموړې په وينا، دوى لومړى د غزني روغتون او بيا د کابل انتاني روغتون ته ولېږدول شول، چې دوه تنو يې هلته ساه ورکړې ده.
تر لوى اختر مخکې د عامې روغتيا او مالدارۍ وزارتونو چارواکو په هېواد کې د "کانګو" د وژونکې ناروغۍ له پراخېدو اندېښنه ښودلې وه او له خلکو يې غوښتي وو، چې د خپلو ځانونو د ساتنې لپاره د دې ويروس د خپرېدو پر وړاندې جدي تدابير ونيسي.
د روغتيا او مالدارۍ چارواکي د وينې بهوونکي تبې ناروغۍ يا کانګو د خپرېدو په باب، چې د څاروي د کنې (يو ډول حشره) له لارې لېږدول کېږې، له خلکو څخه غوښتي وو، چې له دې ناروغۍ څخه د خپل ځان د ساتنې په خاطر ځانګړې اقدامات ترسره کړي.
سرچينه زياتوي: "دغه ناروغي د کنې له لارې د څاروي د ذبحې پر مهال او يا وروسته له ذبحې، د مکروبي وينو او د څارويو د وړيو په تماس سره لېږدول کېږي، نو د لوى اختر په ورځو کې ګڼ شمېر خلک څاروي قرباني کوي او داسې وېره شته، چې د دې ويروس د لېږد کچه لوړه شي."
د روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغه ويروس ځاى او کوربه ګڼ شمېر اهلي او وحشي څاروي، لکه مېږې، وزې او غويي دي چې له انسان څخه انسان ته د اخته شخص د وينې، مايعاتو او بدن سره د تماس له لارې لېږدول کېږي.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز ويلي و، "کانګو" يوه جدي روغتيايي موضوع ده، چې دا مهال د يادې ناروغۍ له امله په هېواد کې ۱۲ سلنه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن