ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا بڼوال خپلو مېوو ته بازار غواړي

د پکتیکا بڼوال خپلو مېوو ته بازار غواړي

author avatar
17 Sep 2016 - 16:24
د پکتیکا بڼوال خپلو مېوو ته بازار غواړي
author avatar
17 Sep 2016 - 16:24

ښرنه (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): په پکتيکا کې يو شمېر بڼوال وايي چې د باغونو د حاصلاتو لپاره يې بازار نشته او دغه توکي يې د خرابېدو په حال کې دي.

دغه باغ لرونکي وايي چې له تېرو شپږ مياشتو راهيسې د افغانستان- پاکستان تر منځ لويه لار د انګور اډې په سيمه کې تړل شوې ده او د دوى حاصلات پاکستان ته هم نه صادرېږي.

د پکتيکا د مرکز ښرنې يوه بڼوال احمدشاه د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې زره د انګورو تاکونه لري او اووه ټنه انګور يې کړي دي.

ده وويل: ((انګور مې د خرابېدو په حال کې دي، حيران يم چې څه وکړم، د خرڅولو لپاره يې بازار نشته.))

د هغه په وينا چې په دغه ولايت کې سړې خونې هم نشته چې بڼوال خپل حاصلات په کې وساتي.

دغه راز د يوسف خېلو ولسوالۍ د مست کلي يوه بڼوال شېراحمد کټوازي پژواک ته وويل چې په دغه کلي کې د انګورو لسګونه باغونه دي.

هغه وايي چې د دغه کلي ډېرى اوسېدونکي خپلې اقتصادي ستونزې له همدې لارې هواروي خو سږ کال يې حاصلات بازار نه لري.

ده وويل: ((دلته ځيني تجاران راځي خو انګور په داسې بيه غواړي چې له هغه نه يې مفت ورکړې ښه ده.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو بڼوالو هم ورته څرګندونې کړې او وايي که حکومت يې د حاصلاتو لپاره بازار پيدا نه کړي، دوى به له سخت مالي تاوان سره مخ شي.

په پکتيکا ولايت کې اقتصادي کارپوه دادمحمد پژواک ته وويل چې په مخکې کلونو کې په ټنونو انګور او مڼې له پکتيکا څخه نورو ولايتونو او ان ګاونډيو هېوادونو ته صادرېدل خو سږ کال دغه چاره ولاړه ده.

د هغه په وينا، له کله چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکي ترينګلې شوې، د ډېرو بڼوالو حاصلات پر خپل ځاى پاتې دي او د خرابېدو په حال کې دي.

د دادمحمد په خبره، حکومت مسووليت لري چې د بڼوالو حاصلاتو ته مناسب بازار پيدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.