ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د سالار کانال بيارغول کېږي

د کونړ د سالار کانال بيارغول کېږي

author avatar
17 Sep 2016 - 13:55
د کونړ د سالار کانال بيارغول کېږي
author avatar
17 Sep 2016 - 13:55

اسعداباد (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): د کونړ د سالار کانال د رغولو قرارداد لاسليک شوى چې په جوړېدو سره به يې زرګونه جريبه ځمکه خړوبه او د خلکو اقتصاد به ورسره ښه شي.

ځايي چارواکي وايي چې دغه کانال د ولايت د مرکز اسعداباد اړوند د شګۍ په سيمه کې د پېچ درې له سيند څخه سرچينه اخلي او تر نرنګ ولسوالۍ پورې غځېدلى دى.

د کونړ د اوبو لګولو او تنظيم  رياست مشر انجنير رشيدالله زلمي پژواک خبري اژانس ته وويل،  د سالار کانال چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی، ٢٢ کيلومتره اوږدوالی لري.

هغه زياته کړه چې د سالار کانال په اوسط ډول څلور متره پلنوالی لري چې  درې زره هکتاره ځمکه خړوبوي   او ٢٥زره کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.

زلمی وايي، اوس د سالار کانال په يوه بد حالت کې دی چې د سېلابونو د راوتلو له امله یې ډېرې برخې ويجاړې او زيانمنې شوې دي.

د نوموړي په وينا، په دغه کانال کې د مرکز اسعداباد اړوند د نواباد سيمې پورې پنځه متره مکعبه اوبه ځي او له هغه ځايه تر وروستيو برخو پورې بيا يو متر مکعب اوبه رسېږي او نور يې په لارو کې ضايع شي.

زلمی زياتوي چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د سالار کانال د بيارغولو قرارداد لاسليک شوى دى.

د کونړ د اوبو لګولو او تنظيم  مسوول وايي، دغه کانال له سربند څخه پيل د څلورو کيلومترو په کچه به په اساسي کانکريټي توګه جوړېږي او په پاتې  نورو برخو کې چې چېرته یې د رغولو اړتيا وي، هغه به هم جوړ شي.

بلخوا د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اړوند وزير انجنير علي احمد عثماني د سالار کانال د بيارغولو قرارداد لاسليک کړى دى.

سرچينې زياته کړې چې د دغه کانال له رغېدو سره به د ياد ولايت ډېرې کرنيزې ځمکې خړوبې او د کروندګرو اقتصاد به ورسره ښه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پر دې پروژې څه باندې ٦١ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د نړيوالو بانک له مرستو څخه ورکول کېږي.

د کونړ د مرکز اسعداباد اړوند د تېشې کلي يوه کروندګر محمدسليم وايي چې که د سالار کانال په سمه توګه ورغول شي او هغه ورخونه چې له کانال څخه شپه ورځ همداسې خلاصې وي او بې ضرورته په کې اوبه روانې وي، بندې شي، نو د ضايعاتو مخه به ونيول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.